د لاس رسي وړ اتصالات

عراقچي: لویدیځ سره د اتومي پروګرام په هکله د خبرو لپاره 'محدود' فرصت شته دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي شنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) ویلي چې د غربي هیوادونو سره د اتومي پروګرام په هکله د خبرو اترو لپاره لا هم فرصت شته دی خو دا یې هم ویلي چې دا فرصت "محدود" دی.

عراقچي د ایران د دولتي تلویزیون سره په مرکې کې د محدود فرصت په هکله نور معلومات ورنکړل خو د هغه د څرګندونو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي تهران ته تللی و او د عراقچي په ګډون یې د جګپوړو چارواکو سره کتلي و.

د ایرانې دې جګپوړي ديپلومات په مرکې کې ویلي، "د دیپلوماسۍ لپاره لا هم یو فرصت شته دی، که څه هم چې دا فرصت ډیر ندی خو محدود فرصت شته دی".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي سره په ملاقات کې هغه ته ویلي و چې هېواد به یې د "ډار" لاندې مذاکره ونکړي.

عراقچي په هغو خبرو کې د ایران مشر مرکچي و چې له مخې یې له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته لاره هواره شوه او دغه تړون درې کاله وروسته د ټرمپ له خوا لغوه شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د محدود فرصت خبره کوي چې ټاکل شوې د بل کال د جنوري په میاشت کې په متحده ایالاتو کې د ډونالډ ټرمپ واکمني پیل شي چې پخپلې لومړۍ دورې کې یې د ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې شوي اتومي تړون څخه په یو اړخیزه توګه امریکا وایستله او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

عباس عراقچي پدې مرکې کې ویلي بل کال به د ایران اتومي فعالیت حساس او پیچلی و خو تر څنګ دا هم ویلي چې هیواد یې هر ډول سناریو ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه چې تهران "مقابلې او همکارۍ" ته چمتو دی.

ایران ته د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ څار ادارې مشر داسې مهال تللی چې ټاکل شوې د همدې روانې میاشت په پای کې د دې ادارې مدیریه هیت غونډه وکړي او بریتانیه، فرانسه او جرمني به ښایي پکې د نوي پریکړه لیک وړاندیز وکړي چې په ایران پکې انتقاد شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مرکې کې ددې نوي پریکړه لیک وړاندیز کولو په هکله خبرداری ورکړ.

هغه زیاته کړه. "که چیرته زمونږ پر ضد پریکړه لیک منظور شي، د ایران لخوا به د ځوابي عمل سره مخ شي. مونږ به په اتومي پروګرام کې داسې نوي اقدامات وکړي چې د هغوي به خوښ نشي".

پدې هکله لا څه ندي ویل شوي چې ایران به نور څه ډول اقدامات وکړي خو په ۲۰۱۸ کال کې چې ټرمپ د ایران له اتومي موافقې ووت، په ځواب کې ایران په تدریجي ډول په تړون کې د ذکر شوي تعهد څخه په شا شو چې له مخې یې تهران باید خپل یورانیم له ۳.۶۵ سلنې څخه زیات غني نکړي.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي ایران د خپلو یورانیمو زیرې تر ۶۰ سلنې غني کړي او له امله یې نړیوالو ځکه اندېښنه ښودلې چې د یورانیمو د ۹۰ سلنې غني کولو سره ایران کولی شي اتومي وسلې جوړې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG