د ایران حکومت د شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۶) وویل په سویډن کې په عمري بند محکوم یو پخوانی ایراني چارواکی حمید نوري په ظاهره د بندیانو په تبادله کې له بنده خوشې شوی او خپل هیواد ته روان شوی دی.
د ایران د بشري حقونو د عالي شورا رئیس غریب ابادي په اکس کې لیکلي: ”حمید نوري چې له ۱۳۹۸ کال راهیسې په سویډن کې په غیرقانوني توګه په بند کې و، خوشې او په څو ساعتونو کې به هیواد ته راستون شي.“
د حمید نوري له خوشې کیدو وروسته د سویډن صدراعظم وویل چې یو دیپلومات یې او یو بل سویډني چې په ایران کې بندیان و له زندان څخه خوشې شوي دي او د خپل هیواد په لور د پرواز په حال کې
دي.
حمید نوري د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې وروسته له هغې د استهکلم په هوايي ډګر کې ونیول شو چې په سویډن کې یو شمیر ناراضو ایرانیانو د ۱۹۸۸ په وژنو کې د هغه د لاس لرلو په تړاو شکایت وکړ.
د حمید نوري له نیول کیدو وروسته د سویډن او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. پر دغه ایراني چارواکي په ۱۹۸۰ لسیزه کې د زندانیانو د اعدامولو او شکنجه کولو تورونه لګیدلي و.
د ایران د زندانونو دا پخوانی چارواکی د څه د پاسه۵۰۰۰ زره زندانیانو د وژلو په قضیه کې په لاس لرلو تورن دی. د ایران حکومت دغه شمیر زندانیان د خلکو د مجاهدینو ډلې پر ضد د بریدونو له امله په غچ اخیستونکو اقداماتو کې اعدام کړي دي.
نوري چې اوس ۶۳ کلن دی په هغه وخت کې تهران ته نږدې په یو زندان کې د څارنوال د مرستیال دنده درلوده. هغه ادعا کړې چې د زندانیانو د اعدام پر مهال رخصت و.
سویډن ویلي چې نوري یې د خپل نړیوال قضايي صلاحیت په اساس محاکمه کړی دی. دغه صلاحیت د جرم د ځای په پام کې نیولو پرته د قضیو د تعقیب زمینه برابروي.
خو په سویډن کې د حمید نوري محاکمه په ایران کې د دوو سویډنیانو د نیول کیدو لامل شوه.
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د شنبې په ورځ وویل چې دواړه سویډني بندیان خوشې شوي او خپل کور ته په لاره کې دي.
کرسټرسن زیاته کړه چې یوهان فلودروس د ۲۰۲۲ کال له اپریل راهیسې په ایران کې د جاسوسۍ په تور بندي و او د اعدام له ګواښ سره مخ و. بل سویډني بندي سعید عزیزي و چې په ۲۰۲۳ کې د ایران له خوا نیول شوی و.