په ایران کې ځنډول شوي پروازونه بیا پیل شول - دولتي رسنۍ

ایران وروسته له هغې په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډولې چې اسرائیل ګواښ وکړ چې د تهران لخوا پر دغه هېواد د ۲۰۰ بالستیک میزایلو تر سره شوې برید به بې ځوابه نه پریږدي.‌ عکس- ارشیف

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې په ماښام راپور ورکړ، چې ایراني چارواکو د هغو پروازونو د بیا پیل اعلان وکړ چې په ځینو هوايي ډګرونو کې د "عملیاتي محدودیتونو" له امله ځنډول شوي وو.

ایران وروسته له هغې په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډولې چې اسرائیل ګواښ وکړ د تهران لخوا پر دغه هېواد د ۲۰۰ بالستیک میزایلو برید به بې ځوابه نه پریږدي.‌

د ایران دولتي خبري آژانس (ایرنا) د یکشنبې په ماښام،‌ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۵مه) د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د ویاند جعفر یازرلو په حواله خبر ورکړی چې: " د عملیاتي محدودیت له لرې کېدو سره، د پروازونو محدودیت لغوه او د یکشنبې شپې له ۱۱ بجو څخه پروازونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي."

نوموړي زیاته کړه: "موضوع هوايي شرکتونو ته ابلاغ شوی او له همدې شیبې څخه الوتنې د مهالوېش سره سم ترسره کېږي."

تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ د 'ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي' ځواکونو د هغو بریدونو په ځواب کې چې په کې د تهران د متحدې ډلې حزب‌الله مشر، حسن نصرالله او د سپاه پاسداران یو لوړپوړی قوماندان عباس نیلفروشان ووژل شول، پر اسرائیل باندې شاوخوا ۲۰۰ بالستیک میزایل وویشتل.

دا پر اسرائیل د ایران دویم مستقیم برید و چې پر بیروت د اسرائيل له برید وروسته ترسره شو. ددغه برید وروسته اسرائیل ویلي چې د ایران دغو بریدونو ته به ځواب ورکړي.

د اسرائیل لخوا ددغه خبر وروسته، ایران په لومړیو کې خپل هوايي حریم له سه شنبې شپې تر پنجشنبې سهار پورې په موقتي توګه د څه باندې دوه ورځو لپاره وتاړه.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې وروسته اعلان وکړ چې کورني او بهرني پروازونه د امنیتي دلایلو له کبله تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند امنیتي ادارې د اروپايي هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې دې د ایران له هوايي حریم څخه لیرې پاتې شي.‌ دغې ادارې همداراز ویلي چې روان وضعیت یې تر څار لاندې دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.