د ایران ولسمشر اعلان وکړ چې داعش ختم شو

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سه شنبې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې د ختمېدو اعلان وکړ او په عراق او سوریې کې یې د خپلو هغو پوځي قوماندانانو او "زرگونو شهیدانو" د مبارزې درناوی وکړ چې د داعش پر ضد جنگیدلي دي.

ښاغلي روحاني په خپله وینا کې چې د ایران دولتي تلویزیون خپروله، وویل د دغه شریرې ډلې غړي یا تښتیدلي او یا هم له منځه وړل شوي دي. هغه زیاته کړه "البته چې پاتې شونې به یې فعالیت ته دوام ورکړي، خو د دې ډلې بنسټ او ریښې ووېستل شوې".

د ایران د سپاه پاسداران یو لوړپوړي جنرال قاسم سلیماني هم په یو پیغام کې چې د ایران مذهبي مشر ته استول شوی ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې ماتې خوړلې ده.

جنرال سلیماني اعتراف کړی چې ایران د اسلامي دولت پر ضد د څو هیوادونو یوه قوه تنظیم کړې ده. هغه "د هغو زرگونو ایراني، عراقي، سوري، افغان او پاکستاني شهیدانو او ټپیانو درناوی وکړ چې د زیارت دفاع یې کړې ده".

جنرال سلیماني د ایران نه بهر ددې هیواد د قدس ځواکونو د عملیاتو مشري کوي. دغه قواوی په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړې په لومړیو لیکو کې جنگیدلي او د لوړپوړو قوماندانانو په گډون څه دپاسه زر سرتیري یې په دغو جگړو کې تلف شوي دي.

د رپوټونو له مخې د ایران د سپاه پاسداران گارد یو غښتلی پوځ دی چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم او په عراق کې د بغداد د مرکزي حکومت ملاتړ کوي.

تیره میاشت د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د امریکا د مالیې وزارت ته واک ورکړ چې د ایران د سپاه پاسداران گارد په غړو باندې اقتصادي بندیزونه ولگوي، ځکه د واشنگټن په اند ددې ډلې فعالیتونه منځنی ختیځ بې ثباته کوي.

د ایران ولسمشر روحاني په پخپله نننۍ وینا کې ادعا وکړه چې د امریکا متحده ایالات او اسرائیل د اسلامي دولت د ډلې ملاتړ کوي. هغه همداشان په سیمه کې پر عربي ځواکونو انتقاد وکړ او وویل چې دوی د یمن په کړکیچ کې په مرگ ژوبلې سترگې پټې کړي دي.

د سعودي عربستان او نورو عربي هیوداونو د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې په یوه بیړنۍ غونډه کې ایران او د هغه لبنانۍ متحده ډله حزب الله غندلي دي او د ایران د نفوذ پر وړاندې یې د یوې متحدې جبهې غږ کړی دی.

له بلې خوا ټاکل شوې چې ښاغلی روحاني د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې د مشر رجب طیب اردوغان سره د سوریې د لانجې په هکله خبرې وکړي.