د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او لبنان د عربي ملکونو د اتحاد اعتراضونه رد کړل


د عربي ملکونو د اتحاد د بهرنو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې غونډه وکړه
د عربي ملکونو د اتحاد د بهرنو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې غونډه وکړه

ایران د عربي ملکونو د اتحاد د بهرنو چارو د وزیرانو هغه اعلامیه رد کړیده چې یې په لبنان د حزب الله د ملاتړ تور لگولی. ایران او لبنان وايي چې د عربي ملکونو اتحاد دغه اعلامیه د سعودي عربستان د فشار په نتیجه کې خپره کړیده.

د ایران دولتي ټلویژن د بهرنو چارو د وزیر بهرام غاسمي له قوله وویل چې سعودي عربستان دې په یمن خونړۍ حملې بندې کړي. په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې نه د حوثي یاغیانو په ضد جنگیږي.

ایران د سعودي نه دا هم وغوښتل چې د قطر په ضد چې یې بایکاټ کړیدی ، هغه دې هم ختم کړي. د یادونې وړ ده چې قطر او ایران ملگري ملکونه دي.

د عربي ملکونو د اتحاد د بهرنو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې غونډه وکړه او د غونډې په اخیر کې یې په لبنان کې د میشتې ترهگرې ډلې حزب الله په ضد یوه اعلامیه خپره کړه.

په دغه غونډه کې د عربي ملکونو د اتحاد د بهرنو چارو وزیرانو وویل چې د حزب الله ډلې سیمه بی امنه کړیده او د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا نه یې وغوښتل چې د لبنان په ضد اقدامات وکړي.

د لبنان ولسمشر مایکل اون چې یو عیسويي دی او د حزب الله متحد دی، د عربي ملکونو د اتحاد دغه اعلامیه رد کړه. هغه ویلي دي چې لبنان د کلونو راهیسې د اسرایلو د تشدد او تیریو سره مخ دی او د خپلې دفاع حق لري.

XS
SM
MD
LG