د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ایران تورن کړ چې حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې ورکوي


د یمن په کورنۍ جگړه کې په زرگونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي
د یمن په کورنۍ جگړه کې په زرگونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي

واشنګټن د چهارشنبې په ورځ تهران په دې تورن کړ چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته د بالستیک میزایلو په ګډون پرمختللې وسلې برابروي.

سعودي عربستان پر ایران تور لگولی چې حوثي یاغیانو ته یې د هغه بالستیک میزایل په گډون وسلې ورکړي چې د ریاض پر هوایي ډگر یې توغولي وو.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي امریکا د ایران د حکومت کړنې غندي او د سعودي عربستان او د خلیج د نورو شریکانو سره یو ځای د ایران د یرغل او د نړیوال قانون نه د هغه هیواد د "څرگند" تیریو پر وړاندې ولاړ دی.

سپینه ماڼۍ وایي د کورنۍ جگړې دمخه په یمن کې د میزایلو سیستم نه و او تور لگوي چې دغه میزایل ایران حوثي یاغیانو ته ورکړي دي. په اعلامیه کې همدا شان د ملگرو ملتونو نه غوښتل شوي چې هغه شواهد وڅیړي چې ایران د خپلې سیمه ییزې عزمت طلبۍ له مخې غواړي د یمن جگړه پراخه کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر سعودي عربستان باندې د بالستیک میزایلو برید سخت غندلی دی.

د امریکا دغه څرگندونې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د سعودي عربستان ولیعهد ویلي وو هغه بالستیک میزایل چې حوټي یاغیانو پر سعودي عربستان استعمال کړ په حقیقت کې "د ایران د رژیم مستقیم پوځي یرغل" و.

د ریاض په نړیوال هوایي ډگر باندې د حوثي یاغیانو د بالستیک میزایل د برید په غبرگون کې سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ د یمن محاصره نوره هم ټینگه کړې او هغه هیواد ته یې ټول هوایي پروازونه، سمندري او ځمکنۍ لارې بندې کړې دي.

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د سمندري بندرونو تړل ښایي په یمن کې بشري ناورین رامنځ ته کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د ٢٠١٥ کال راپدیخوا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه کوي. دغه ایتلاف وروسته له هغې رامنځ ته شو چې حوټي یاغیانو په صنعا کې د عابد رابو منصور هادي په مشرۍ په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت پر ضد قیام وکړ او هغه یې وپرزاوه.

XS
SM
MD
LG