د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د ملي امنیت مشاور وايي ایران د سیمې ثبات تهدیدوي


د مک ماسټر په وینا د ایران له ملاتړ څخه برخمن وسله وال په عراق کې فرقوي شخړو ته لمن وهي.
د مک ماسټر په وینا د ایران له ملاتړ څخه برخمن وسله وال په عراق کې فرقوي شخړو ته لمن وهي.

د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار ایران په سیمې کې د بې ثباتیو او نیابتي جګړو پر جوړولو تورنوي.

جنرال مک ماسټر وایې چې ایران د عراق، سوريې او یمن د بحرانونو په شمول په ټولو سیمه ایزو شخړو کې ښکیل دی.

ښاغلی ماسټر په عراق کې د ایران لخوا د ملیشه ډلو جوړولو ته اشاره کوي او وایې چې د تهران له ملاتړ څخه برخمن وسله وال "د عراق د حکومت په کنټرول کې نه دي."

د مک ماسټر په وینا دغه ملیشي د عراق په شمال په کردي سیمو کې فرقوي شخړو ته لمن وهي.

عراق د نړۍ لومړنی هېواد دی چې له امریکا او ایران سره ټینګ اتحاد لري. واشنګټن او تهران په عراق کې د داعش پر ضد د مبارزې په خاطر حکومت پلوو قواوو ته وسلې او روزنه ورکوي.

مک ماسټر په منځني ختیځ کې د ایران د لاسوهنو له امله اندېښنه وښوده ویې ویل: "دوي [ایران] د کردانو د سیمه ایز حکومت، د سلیمانیه ګوند او د کردستان د وطن اتحاد په ویشلو کې سیاسي لوبه وکړه او وروسته یې د خپلو ګټو لپاره لدغو تقسیماتو څخه استفاده وکړه."

په روانې اونۍ کې سعودي عربستان او قطر ته د سفر په جریان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن کوښښ وکړ چې د ریاض او دوحې ترمنځ بي اعتمادي او جنجال راکم کړي، څو دغه دواړه هېوادونه په ګډه په سیمې کې د ایران د مخ پر زیاتېدونکو نفوذو مخه ډب کړي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار ټینګار کوي چې د تهران د مداخلو پر ضد باید مبارزه وشي.

د امریکا جګپوړی امنیتي مقام: ایران د سیمې ثبات تهدیدوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

XS
SM
MD
LG