افغانستان لپاره د ایران نوی سفیر کابل ته رسیدلی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې علي‌ رضا بیګدلي یې د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر ګمارلی او د افغانستان په چارو کې یې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي بست یې له منځه وړی دی.

افغانستان لپاره د ایران نوي سفیر علي رضا بګدلي کابل ته د رسیدلو پرمهال دغه هیواد ته د غیرقانوني افغان کډوالو د تللو د بهیر په قانوني کیدو ټینګار کړی او ویلي دي چې هڅه به وکړي چې دا بهیر قانوني شي.

د ایران نوي سفیر د شنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ لسم) د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې لا پراخه کړي.

رضا بګدلي وویل چې کوم کډوال چې له افغانستان څخه په قانوني ډول ایران ته ورځي دا هیواد یې قدر کوي.

هغه وویل: "هغو کډوالو څخه چې په غیرقانوني ډول ایران ته تللي غوښتنه مو کړې ده چې بیرته دې خپل هیواد ته ستانه شي او هڅه دې وکړي چې د قانوني لارو خپل سفرونه ترسره کړي او په ډې تړاو به هڅو وکړو زمونږ په هیواد کې د افغانستان د وګړو د حضور مسله او همداشان د خلکو د تګ راتګ مسله تنظیم کړو او انشاالله ددې مسلې څخه به هم د یو فرصت په توګه د اړیکو د پراخیدو لپاره کار واخلو".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې علي‌ رضا بیګدلي یې د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر ګمارلی او د افغانستان په چارو کې یې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي بست یې له منځه وړی دی.

د ایران د ایرنا خبري اژانس وايي‌ چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) د خپل نوي سفیر د معرفت په حکم کې ویلي دي: "د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهوري ریاست ځانګړی استازی حذف او د پخوا په څېر به د افغانستان په چارو کې ځانګړې استازولي د بهرنیو چارو د وزیر تر نظر لاندې کار کوي".

تر دې مخکې حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی و. قمي په ۱۳۸۰ او ۱۳۸۱ کالونو کې په هرات کې د ایران سر کونسل و.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې بیګدلي په ۱۳۴۰ لمریز کال کې زېږېدلی دی او تر دې مخکې یې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د کونسلي چارو د مرستیال، په اذربایجان، ترکیې او قبرس کې د ایران د سفیر او په قراقستان کې د شارژدافیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

ایران د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له ۲۰۲۱ کال راهېسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واکمن شوي، له دغې ډلې سره نږدې روابط لري او په ایران کې یې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ هم طالبانو ته سپارلي دي.

د ایران نوي سفیر دغه هیواد ته د افغان کډوالو د غیرقانوني تګ راتګ په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ایراني چارواکو په پرله پسې ډول له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو په شړلو باندې ټینګار کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د نومبر۲۰ (لړم ۳۰) ویلي چې دغه هیواد ته په قانوني توګه د تلوونکو افغانانو شمیر زیات شوی او هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغه هیواد د کورنیوچارو په وزارت کې د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې د مشر نادر یاراحمدي له قوله ویلي چې دا شمیر افغانان په پاسپورت او ویزو باندې دغه هیواد ته ورځي.

یاراحمدي ویلي: "هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات د افغانستان وګړي په قانوني ډول ایران ته داخلیږي، چې شمیر یې د هرې ورځې په تیریدو د زیاتیدو په حال کې دی".

ددغه ایراني چارواکي د ادعا پر اساس هغه شمیر افغانان چې ایران ته د سفر پر قانوني اسناد ورځي، ورته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ځینې افغان کډوال چې ایران ته تللی په دغه هیواد کې د پولیسو له ناسم چلند او د هغوی له خوا د ځورونو څخه شکایتونه کوي او وايي چې د دغه هیواد د پولیسو چلند د ټولو افغانانو سره که قانوني اسناد ونلري اوکه نه یو ډول دی او هغوی د افغانانو ځورونې ته دوام ورکوي.

یو افغان کډوال چې په راپور کې یې د خپلو نوم له ښودلو څخه ډډه وکړه امریکا غږ ته وویل: "زه دوه کاله وړاندې په قانوني ډول ایران ته راغلم...په ادارو کې زمونږ خلک د زیاتې بیروکراسۍ سره مخ کیږي. دوه ځلې مې په ډیرې سختې سره خپله ویزه تمدید کړه، خو د پولیسو د نیولو او د زیاتو مصارفو له امله نور مې ونشو کولای چې د خپلې اوسیدانې ویزه تمدید کړم".

د هغه د وینا پراساس ایراني پولیس هره ورځ د افغان کډوالو د کار ځایونو باندې چاپې اچوي ټول افغانان که قانوني اسناد و لري او که نه نیسي او کمپونو ته یې انتقالوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې رئیس هم دا ستونزې مني چې په دې برخه کې ستونزې شته، خو زیاتوي چې د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.

ددغه ایراني چارواکي د معلوماتو پراساس اوس مهال نږدې شپږ میلیونه افغانان په ایران کې د اوسیدانې په قانوني اسنادو او د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

هغه یو ځل بیا له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو پر ایستلو باندې ټینګار کړی دی.

په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ویلي چې په دغه هیواد کې هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه زیات افغانان نیول کیږي او خپل هیواد ته شړل کیږي.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د نومبر اووم (لړم ۱۷) ددغه هیواد د خراسان رضوي د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د رئیس حسین شرافتي راد له قوله ویلي چې له ایران څخه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې ایران هره ورځ په زرګونو افغانان ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او د نیولو وروسته یې په ډله ییز ډول افغانستان ته ستنوي.

ملګري ملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د میاشتې د ۱۵مې څخه نیولې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي، چې اکثره یې له ایران څخه خپل هیواد ته تللي دي.

دمخه ایراني چارواکو ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ترپایه له دغه هیواد څخه د ۲.۵ میلیونو غیرقانوني کډوالو د ایستلو پلان یې ترتیب کړی دی.