ایران: د هلمند د اوبو د حق ابې په اړه د طالبانو سره لومړنۍ موافقه شوې

عکس (ارشیف)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د هلمند د اوبو د حق ابې په سره د طالبانو او د ایران د حکومت ترمنځ د لومړنۍ موافقې د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د دوشنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري نهم) ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني د خبري کنفرانس یوه برخه خپره کړې،چې په کې هغه د هلمند د اوبو د حق ابې په اړه د طالبانو د حکومت او د ایران د حکومت ترمنځ د یوې موافقې یادونه کړې ده.

ښاغلي کنعاني ویلي:" په مختلفو کچو باندې خبرې ترسره شوي او په دې وروستیو کې مو د افغانستان د مقاماتو سره جدي خبرې لرلې. همدارنګه موافقه هم شته دی. هیله لرو د افغانستان چارواکي په مسوولانه ډول عمل وکړي".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د هلمند د اوبو د حق ابې مسله د دغه هیواد د جمهور رئیس، رئیسي د امر له مخې د ټولو مربوطه وزارتونو په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

تراوسه د طالبانو حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال تړون ته خپله پابندي ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل ننني خبري کنفرانس کې د طالبانو د حکومت سره د نوې موافقې په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه د ایران حکومت د طالبانو له حکومت غوښتي و، چې یو ایراني تخنیکي پلاوي ته دې ددې اجازه ورکړي، چې د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د افغانستان جنوبي ولایت هلمند ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو شمیر ایراني چارواکو ویلي وو، چې د طالبانو حکومت د هلمند د سیند اوبود کچې د معلومولو لپاره سیمې ته د یو ایراني پلاوي د سفر سره موافقه کړې ده.

د ایراني چارواکو ددغو څرګندونو څخه د نږدې دوو میاشتو په تیریدو لا هم کوم ایراني تخنیکي پلاوي افغانستان ته سفر نه دی کړی.

د ناصر کعناني ددغو تازه څرګندونو وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي جولای ۱۶مه (چنګاښ ۲۵مه) ویلي و، چې د طالبانو حکومت د خپلو مسوولیتونوله مخې باید د هلمند له سیند څخه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

د ایران د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې وحیدی د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اوبو ستونزو ته په اشارې سره وویل: "وروسته له هغه د افغانستان واکمنانو په تېرو کلونو کې خپلې ژمنې پوره نه کړې او ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ونه رسېدې، خلک له ستونزو سره مخ شول."

وحیدي په تهران کې په یوه غونډه کې اوبه او د هغې رسول یو "جدي لومړیتوب" او "لومړۍ درجه" موضوع وبلله او وویل چې دا مسله په ځانګړې توګه د ایران د حکومت د اجنډا په سر کې ده. هغه همداشان وویل: "هیله لرو ...د افغانستان مسوولین خپلې ژمنې پوره کړي چې اوبه ایران ته ورسیږي."

د روان لمریز کال په لومړیو کې د ایران او د طالبانو ترمنځ د هلمند د سیند د حق ابې په سر جنجالونه ډیر زور واخیست او د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) افغانستان سره د ایران د یو سرحدي ولایت سیستان او بلوچستان څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي"‌ دی.‌

رئیسي طالبانو ته خبرداری ورکړی و:"زما خبره جدي‌ ونیسئ بیا وروسته ګیله ونکړئ چې موږ ته ویل شوي نه وو یا داسې مو انګیرله چې د ډپلوماسۍ او سیاست او د وخت په تیریدو سره ددې موضوع څخه تیریږو."

د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې د دوه هیوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي او د هيڅ طرف په ګټه نه دي او باید، چې تکرار نشي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي."

ددغو تندو څرګندونو وروسته د ایران د پوځ د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ یو پوځي پلاوي کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د دفاع وزارت له مقاماتو سره یې وکتل. ددغې پلاوي د سفر وروسته دواړو خواو د ډپلوماټیکو لارو د هلمند د اوبو د حق ابې د مسلې په هوارولو موافقه کړې وه.