ایران د جمعې په ورځ، سپتمبر ۲۰ (وږي ۳۰) د افغانستان د سفارت سرپرست له دې کبله احضار کړ چې د ایراني مقاماتو په خبره د طالبانو یو استازي د ایران د ملي سرود د غږېدو پر مهال د نه درېدلو له کبله ملي سرود ته بې احترامي کړې ده.
پېښه د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د "اسلامي وحدت" په نوم یوه غونډه کې شوې او دغې غونډې ته تللي د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیز الرحمن منصور بخښنه غوښتې ده.
په ایراني رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، ددغې غونډې په پیل کې د ایران د ملي سرود د غږېدو پر وخت په داسې حال کې چې د غونډې ټول ګډون کوونکي ولاړ دي، عزیز الرحمن منصور لیدل کیږي چې پر خپلې څوکۍ ناست دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي وحدت په غونډه کې د طالبانو استازي "د اسلامي جمهوريت ملي سرود ته بې احترامي کړې ده" او د هغه "د عرف خلاف د نه منلو وړ دغه عمل" له کبله دغه وزارت "سخت مخالفت" څرګند کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د طالبانو د استازي دغه عمل د دیپلوماتیکو نورمونو خلاف بلل شوی او هغه یې غندلی دی.
په اعلامیه کې راغلي: "د یو مېلمه لپاره ضرورت دی چې د کوربه هېواد سمبولونو ته درناوی وکړي او په دې برسېره، د هېوادونو ملي سرودونو ته درناوی نړیوال پیژندل شوی اخلاق دي."
د طالبانو استازي بخښنه غوښتې
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیز الرحمن منصور د یوې ویډیو په خپرولو سره بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د ایران د ملي سرود د غږېدو پر مهال یې د نه درېدو څخه موخه بې احترامي نه وه او دا چې یوازې په خپل هېواد کې د مروج عرف پیروي یې کړې، چیرې چې د نوموړي په خبره، د ترانو د غږېدو پر وخت خلک ناست وي.
نورو ایراني چارواکو هم د طالبانو د استازي چلند ته تند غبرګون ښودلی دی.
افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د موسیقۍ د غږولو په بهانه ډپلوماتیکو اصولو ته نه درناوی شرعي مبدا نلري.
کاظمي قمي لیکلي: "د موسیقۍ د غږولو په بهانه دپلوماتیکو اصولو ته نه درناوی د شریعت د مبادي له مخې معنا او مصداق نلري، که چیرې داسې وو، استماع هم په کې شامیلیدله. "
له دې څو ورځې وړاندې د پاکستان مقاماتو وویل چې په پېښور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان ملي سرود د غږېدو پر مهال د طالبانو د سرقونسل حافظ محب الله شاکر د نه درېدو وروسته یې کابل ته شکایت کړی دی.
خو په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې شاکر ځکه د پاکستان ملي سرود ته له درېدو ډډه کړې چې په سرود کې موسیقي وه او که له موسیقۍ پرته ملي سرود غږېدلی وای، نو هغه به یې د احترام لپاره درېدلی وای.
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، له شریعت څخه د خپل تفسیر له مخې، د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی دی.