پر لبنان د اسرائیل له ځمکني برید وروسته 'سخته جګړه' پیل شوې

د شمالي اسرائیل په کریات بیالیک کې، سپتمبر ۲۲مه، د لبنان له لورې د یو توغندي له لګېدو وروسته په سیمه کې د اسرائیل امنیتي ځواکونه لیدل کیږي.

د اسرائیل پوځ سه شنبې اکتوبر اوله (تلې ۱۰) وویل چې په لبنان کې د ځمکني برید له پیل کولو وروسته یې سرتیري له سختې جګړې سره مخامخ شوي او له کبله یې د یوې اونۍ بمباریو وروسته، چې په سلګونو کسان پکې ووژل شول، شخړه نوره هم پراخه شوې ده.

د ځمکني یرغل وړاندې اسرائیل په داسې حال کې بیروت، دمشق او غزه په نښه کړه چې نړیوالو د پراخې سیمه ایزې جګړې د مخنیوي په خاطر د حوصلې غوښتنه وکړه.

د جمعې د ورځې په یو هوايي برید کې، د لبنان په پایتخت بیروت کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو سره سره، د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګلانت خبرداری ورکړی چې جګړه پای ته نه رسیږي. د حسن نصرالله مړینه د ایران د ملاتړې حزب الله ډلې لپاره ستره ضایعه بلل شوې ده.

د اسرائیل پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هوايي او توپچي قواوو په ملاتړ، د لبنان په سرحدي سیمو کې د حزب الله په مرکزونو باندې "پلي هدفي بریدونه" کړي دي.

اسرائیل ویلي چې دغو مرکزونو شمالي اسرائیل ته ګواښ پیښ کړی و. د اسرائیل پوځ پر ملکي لبنانیانو غږ کړی چې د لبنان له جنوبي سرحدي سیمو څخه لیرې پاتې شي.

د پوځ ویاند افیخای ادرعي په ټلیګرام کې لیکلي: "د لبنان په جنوب کې سخته جګړه روانه ده. ستاسو د خوندیتوب لپاره، موږ غوښتنه کوو چې په موټر کې له شمال څخه د لیطاني سیند جنوب لور ته له سفر کولو څخه ډډه وکړئ."

خو د حزب الله وسله والې ډلې سه شنبې ویلي چې د اسرائیل هیڅ پلي ځواکونه د لبنان خاورې ته ندي ننوتي.

د حزب الله یو ویاند د الجزیرې تلویزیون ته په یو بیان کې چې وروسته د حزب الله په چینلونو کې هم خپور شو، وویل: "د صهیونیستانو دا ادعاوې چې اشغالګر ځواکونه لبنان ته ننوتلي، دروغ دي... تر اوسه [د حزب الله] د مقاومت د جنګیالیو او [اسرائیل د] اشغالګرو ځواکونو ترمنځ کومه مستقیمه جګړه نه ده شوې."

دا مطلب هم ولولئ د اسرائیل پوځ ته امر شوی چې د لبنان خاورې ته د ممکنه ننوتو لپاره تیار شي

د اسرائیل پوځ تر دې وړاندې له لبنان سره د خپلې پولې په ځینو برخو کې پوځي سیمه اعلان کړې وه. ویل شوي چې له لبنان څخه د اسرائیل پر شمالي ښارګوټو اویویم او میتولا باندې توغندي ویشتل شوي دي.

حزب الله ویلي چې دوه ځله یې "په میتولا کې د دښمن د ځواکونو حرکت د توپخانې په مرسته" په نښه کړی دی.

د لبنان رسمي ملي خبري اژانس ویلي چې د سه شنبې په ورځ د عین الحلوه په کمپ کې د اسرائیل په هوايي برید کې د منیر مقداد د زوی حسن مقداد په ګډون شپږ تنه ووژل شول. منیر مقداد د فلسطیني الفتح ډلې د لبنان د الاقصی د شهیدانو د څانګې مشر دی.

دغه راز د اسرائیل له خوا پر سرحدي میشت ځایونو د توپونو د ویشتلو خبر هم ورکړل شوی، چې له کبله یې په داودیه کلي کې د دوه ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۱۰ غړي وژل شوي دي.

بیروت کې د تخلیې امر

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ پر لبنان باندې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۹۵ کسان وژل شول. د دوشنبې په ماښام د اسرائیل پوځ د جنوبي بیروت په دریو سیمو کې خلکو ته د تخلیې امر وکړ.

ادرعي وویل: "که تاسو د حزب الله ترهګرې ډلې ګټو او تاسیساتو ته نږدې موقعیت لرئ ... باید سمدستي ودانۍ خالي کړئ."

ایراني مقاماتو ویلي چې د حسن نصرالله وژنه به د اسرائیل د "تباهۍ" لامل شي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې تهران د اسرائیل سره د جګړې لپاره ځواکونه نه لیږي.

دا مطلب هم ولولئ ایران: له اسرائیل سره جګړې ته ځواکونه نه لیږو

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که تهران مستقیما پر اسرائیل برید وکړي، "ایران ته به جدي پایلې ولري."

د لبنان د روغتیا وزیر فراس ابیض وویل چې د سپټمبر له ۱۷مې راهیسې، لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو او مرستندویه هیوادونو څخه د بې ځایه شویو کسانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. نوموړي تر دې وړاندې د بې ځایه شویو شمیر د یو میلیون په شاوخوا کې اټکل کړی و.