د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان وایي د اسرائیل په تازه هوایي بریدونو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي


د لبنان عامې روغتیا وزارت یکشنبه سپټمبر ۲۹ ( تلې اتمه) ویلي چې د اسرائیل په تازه هوایي بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شویدي او ۳۵۹ نور ټپي شویدي.

دې وزارت ویلي چې اسرائیل د یکشنبې ورځې په هوایي بریدونو کې جنوبي ښار صیدا بمبارد کړی او لسګونه نور د بیروت په ختیځ او جنوبي خوا کې په هوایي بریدونو کې وژل شویدي.

د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي کسان عام خلک که د حزب الله غړي دي ځکه چې د اسرائیل پوځ وایي یوازې د حزب الله په غړیو باندې بریدونه کوي خو له سیمې راپورونه وایي چې پدې بریدونو کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

په روانې اوونۍ کې په لبنان کې د حزب الله په وسله والو د اسرائیلي ځواکونو بریدونه ډیر شوي او د همدې تیرې جمعې په ورځ په هوایي برید کې د حزب الله مشر حسن نصر الله هم ووژل شو.

په غزې کې د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې د اسرائیل – حماس ډلې تر منځ شخړه پیل شوې، حزب الله او اسرائیل تقریباً هره ورځ په سرحدي سیمو کې په یو بل ډزې کړي خو په پایتخت بیروت کې د مخابرو او نورو وسایلو چاودنو وروسته، په حزب الله باندې د اسر ائیل هوایي بمبارۍ ډیرې شوېدي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د همدې تیرې جمعې په ورځ سپټمبر ۲۷مه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پر مهال وویل چې په لبنان کې د حزب الله ډلې ته باید ماتې ورکړل شوی تر څو د اسرائیل په شمال کې د دې هیواد ګڼ شمیر اتباع چې د توغندیو له کبله یې خپل کورونه پریښي، بیرته وکړی شي ستانه شي.

هغه زیاته کړه تر څو چې د اسرائیل په شمال کې "زمونږ اتباع په خوندي توګه خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي، مونږ غلي نشو کښیناستلی" او زیاته یې کړه چې پخپل سرحد کې داسې "ترهګر پوځ" ته اجازه نشي ورکولی چې په اسرائیل باندې د حماس ډلې په څیر د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې بریدونه وکړي.

د اسرائیل یو جګپوړي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي چې په لبنان باندې د هوایي بریدونو هدف دا دی چې د حزب الله ډله کمزورې شي، نظامي مشران یې له منځه ولاړ شي، سرحدې سیمې له وسله والو پاکې شي تر څو ونشي کړی په اسرائیل برید وکړي.

د اسرائیل پوځ دا هم ویلي چې د حزب الله په مشر حسن نصر الله باندې برید کې یې د دې ډلې شاوخوا ۲۰ نور غړي هم وژلي دي او دا یې هم ویلي چې د شنبې په ورځ په یو جلا برید کې یې د حزب الله د مرکزي شورا غړي نبیل قاووق هم وژلی دی خو حزب الله لا ددې جګپوړي غړي وژل کیدل ندې تائید کړي.

که له یوې خوا اسرائیل وایي د یکشنبې په هوایي بریدونو کې یې د حزب الله ۱۲۰ اهداف ویشتي دي خو بل پلو بیا دا وسله وال ډله وایي چې په اسرائیل یې ګڼ شمیر توغندي وار کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG