د خيبر پښتونخوا صنعتکاران: په تېرو څو کلونو کې سلګونه کارخونې تړل شوي

خيبر پښتونخوا کې صنعتکاران وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ايالت کې په لسګونو کارخانې بندې شوي دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت صنعتکاران او کارخانه دار وايي چې په دغه ايالت کې له تېرو څو کلونو راهيسې د بېلا بېلو لاملونو په نتيجه کې سلګونه صنعتي فابریکې او کارخونې تړل شوې دي.

د صنعتکارانو په وينا د دې لوی لامل په لومړي سر کې د ايالتي حکومت بې غوري او نه پاملرنه ده او ورپسې ناامني، د برېښنا او ګازو د نرخونو زياتوالی او د حکومت له خوا نوې ماليې يې د ذکر وړ نور لاملونه دي چې په نتيجه کې يې صنعتي افابریکو او کارخونو توليد کم کړی يا په ټپه درېدلي دي.

د خيبر پښتونخوا د ګدون امازي صنعتي زون يو صنعتکار زاهد شينواري رسنيو ته ويلي دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ايالت کې له ۵۰۰ زياتو کارخانو کې يې ۷۰ سلنه بندې شوې دي.

نوموړي زياته کړه: "خيبر پښتونخوا ايالت د صنعت يا صنعتي پرمختګ په حواله ډېر پاتې راغلی دی. موږ له بازاره ډېر ليرې پراته يو. موږ ته خام توکي ډېر ګران پرېوځي. چې بيا يې بېرته بازار ته راوړو نو نور لګښت ورباندې راځي. نو زموږ په سيمو کې د کارخونو چلېدل ډېر ګران شوي دي. بلخوا د حکومت تګلارې هم د صنعتکارانو په حق کې نه دي."

د شينواري په وينا د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت دې د پاکستان د پنجاب او سيند ايالتونو غوندې د خيبر پښتونخوا صنعتونو او کارخونو ته هم اسانتياوې او اقتصادي مراعات ورکړي او هغه فرصتونه دې ورته برابر کړي چې د هغو ايالتونو حکومتونو خپلو کارخانه دارو ته برابر کړي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د سلګونو کارخونو د بندېدو له امله که يو خوا کارخانه دار له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي نو بلخوا زرګونه کسان ورسره بې کاره شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونې پخوا نی مشر او صنعتکار انجينر مقصود انور وايي چې د دغه ايالت په زياتره صنعتي زونونو کې کارخونې د بندېدو پر لور روانې دي. د نوموړي په وينا، د صنعتونو توليد په ګرانه بيعه کېږي خو وروسته په هغه بيعه په بازار کې نه پلورل کېږي.

انور زياته کړه چې د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ د پانګو او پيسو پر سر جنجال کې دې صنعتکاران نه ځپل کېږي.

بلخوا د صنعتونو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور سلا کار عبدالکريم خان ويلي دي چې دوی هڅه کوي چې د خپل ايالت ارزانه توليد شوې برېښنا صنعتونو ته ورکړي ځکه د هغه په وينا، د مرکز لخوا د ګران بیعې برېښنا او ګاز له امله يوشمېر صنعتونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

نوموړي زياته کړه که د پاکستان مرکزي حکومت خپل مالي حقونه ورکړي نو کارخانه دارو ته د مراعاتو ورکولو ترڅنګ به د هغوی لپاره نورې اسانتياوې هم پيدا کړي.

د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف په دا وروستيو کې ويلي و چې د ارقامو له مخې، د پاکستان مرکزي حکومت د برېښنا د ګټې په برخه کې د خيبر پښتونخوا ۱۵۱۰ مليارده روپۍ پوروړی دی چې د ترلاسه کولو لپاره يې هڅې کوي.

د خيبر پښتونخوا صنعتکاران وايي چې يوازې د دغه ايالت په ګدون امازي صنعتي زون کې له ۳۰۰ زياتې کارخونې او صنعتونه وو چې اوسمهال يوازې ۱۷۷ پاتې دي، خو په هغوی کې هم شاوخوا ۴۰ نورې د ګرانې برېښنا او ګاز له امله بندې شوې دي. هغوی زياتوي، که حکومت پاملرنه ورته و نکړي نو پاتې کارخونې به هم وتړل شي.