د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې افغانستان لپاره د هند د ځانګړي استازي جی پي سنګ په مشرۍ یو پلاوي کابل ته د خپل سفر پرمهال د دغه وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره د دواړخیزو اړیکو په اړوند مسلو خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر شپږم (لړم ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د بشرپاله مرستو په برخه کې د همکارۍ د پراخیدو په لارو چارې خبرې کړي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره یې خپله علاقه څرګنده کړه".
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي هم نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې د هند ځانګړي استازي جی پي سنګ سره کتلي او د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه یې خبرې کړې دي.
هند د یو شمیر نورو هیوادونو په څیر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله کابل کې خپل سفارت بند کړ او افغانانو ته یې نه یوازې د ویزو د ورکولو لړۍ بنده کړه، بلکې په سلګونو افغان زده کوونکو ته چې د لوړو زده کړو د دوام لپاره د هند د حکومت په سکالرشپونوهندي پوهنتونونو ته معرفي شوي وو هغوی ته هم د زده کړو د دوام لپاره دغه هیواد ته د سفر اجازه ورنکړه.
که څه هم هند د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستی دی، خو دغه سفارت لا هم افغانانو ته قنسولي خدمتونه نه دي پیل کړي. د هند حکومت روان ۲۰۲۴ کال د جولای په وروستۍ اونۍ کې افغانانو ته په انلاین بڼه د ویزو د ورکولو اعلان کړی، خو تراوسه لا دا بهیر په منظم ډول نه دی پیل شوی.
هند د بهرنیو چارو وزارت د یو راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د جولاۍ ۲۶ (زمري پنځم) په نوي ډهلي کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال افغانانو ته د ویزې د ورکولو د بهیر د بیا پیلیدو خبر ورکړی و.
هغه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: "بلې افغانانو ته د ویزې ورکول روان دي او دا کار روان دی."
رندیر جیسوال وویل چې هند د افغانستان د خلکو سره تاریخي اړیکې لري او زیاته یې کړه چې د هند د حکومت په بودیجه کې افغانستان سره د بشري مرستو ځانګړي کیدل ددغه ملګرتوب او ژمنې بیلګه ده.
افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازی جي پي سنګ د دغه هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان او ایران د څانګې مشري هم کوي، تیر ۲۰۲۳ کال کې هم کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو سره یې د علاقې وړ مسلو په تړاو خبرې کړې وې.
دا په تیرو دوو کلنو کې کابل ته د هغه دوېیم سفر دی. هغه کابل ته ددغه سفر په ترڅ کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره کتلي دي.
د پخو اني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې ښاغلي کرزي د دواړو هیوادونو تاریخي اړیکو ته په کتنې د اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "پخواني جمهور رئیس د افغانستان خلکو سره د هند د همکارۍ څخه په منني د افغان ځوانانو زده کړو ته د پاملرنې د زیاتیدو، اقتصادي راکړې ورکړې او د افغانستان او هند ترمنځ د سفر په برخه کې د اسانتیاو د زیاتیدوغوښتنه وکړه".
هند لا هم د افغانستان یو ستر اقتصادي شریک دی. افغانستان تیر ۲۰۲۳ کال کې هند ته د ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو سوداګریز توکي په ځانګړي ډول وچې او تازه میوې صادرې کړې وې.
د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د دغه وزارت مرستیال کابل کې د طالبانو د دفاع وزیر سره دا کتنه په داسې حال کې کړې چې افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې اسلام اباد کې یو څړنیز مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې داسې شواهد لري چې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډله د افغانانو په وسیله د هند څخه پیسې ترلاسه کوي.
دراني د مارچ ۱۶(کب۲۶) په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر او د پاکستان ګټې او د پالیسۍ انتخاب په اړه د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) په یوې غونډې کې وویل داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د ورځنیو مصارفو پیسې د کوم بل چا له خوا ورکول کیدلې. هغه وايي افغان حکومت (طالبانو حکومت) په دومره لوی شمیر د وسله والو لپاره ورځني مصارف نه شي برابرولی.
دراني زیاته کړه چې د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت د سولې خبرې ځکه ناکامه شوې چې دا ډله تسلیمیدو ته او د پاکستان اساسي قانون منلو ته چمتو نه وه.
د ښاغلي دراني د اټکل له مخې اوس مهال په افغانستان کې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" جنګیالي شته دی. د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د اسلام اباد دا ادعاوې ردې کړي دي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ټي ټي پي مسله د پاکستان کورنۍ مسله ده او دا حکومت هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د کوم بل هیواد پرخلاف د افغانستان خاوره وکاروي.