پاکستان کې د بریښنا پرې کېدو له کبله قهریدلو خلکو پر بریښناکوټ برید کړی

عکس:‌ ارشیف

د پاکستان په بلوچستان کې د اوږدو ساعتونو لپاره د بریښنا پرې کېدو او سختې ګرمۍ له کبله په سلګونو قهرېدليو خلکو پر یو بریښناکوټ برید کړی او دفترونه یې چور او تالان کړي دي.

ځايي پولیسو د جمعې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵) وویل چې پېښه تېره شپه ددغه ایالت د سبۍ په لرې پرته سیمه کې شوې چېرې چې د هوا تودوښه د سانتي ګرام په کچه ۴۵ درجو ته لوړه شوې ده.

د پولیسو مشر عنایت الله بنګلزي وویل، د ۸۰۰ په شاوخوا کې "خلکو بیګا د بریښناکوټ پر دفترونو برید وکړ او هغه یې چور او تالان کړل." هغه زیاته کړه چې د برید کوونکو په خلاف دوسیه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې د سون توکو د کمښت له کبله د بریښنا قطع کېدل چې ځايي خلک یې "لوډشیډینګ" بولي، عام دي چې وخت په وخت د ساعتونو لپاره کلي او ښارونه له بریښنا بې برخې کیږي.

د پاکستان ترټولو ستر ایالت بلوچستان کې د بریښنا د تولید د کمښت او د مشتریانو له خوا د بیلونو د نه تادیه کېدو په خاطر بریښنا پرې کېدل تر نورو ایالاتو زیات دي.

د کویټې د بریښنا رسونې شرکت ویاند افضل بلوچ فرانس پرس ته وویل چې دا شرکت د مشتریانو له خوا د میاشتنیو بیلونو د نه تایده کېدو له کبله له "ډیر زیات زیان" سره مخامخ شوی دی.

خو مظاهره کوونکي نور احمد د جمعې په ورځ وویل له دې کبله اقدام ته اړ شول چې "د بیلونو پر وخت تادیه کولو سره سره یې بریښنا د ساعتونو لپاره په دوامداره توګه قطع کيږي."

سبۍ د پاکستان ترټولو ګرمو سیمو کې راځي چې د اوړې په موسم کې د هوا تودوښه پکې د سانتي ګراد په کچه تر ۵۰ درجو رسیږي.

سیانسپوهان وايي چې د اقلیمي بدلونونو له کبله د ګرمې هوا څپو زیاتوالی او شدت موندلی دی.

بلوچستان همدارنګه د پاکستان یو له بې وزلو ایالتونو څخه دی چې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د کافي اوبو او کاري فرصتونو له کمښت سره هم مخامخ دی.