هانګ کانګ د اسیا د ایمیرجینګ کپ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان تر دې مخکې سري لانکا او بنګله دېش الف لوبډلو ته ماتې ورکړې وې

د اسیا د ایمیرجینګ کپ په کرکټ سیالیو کې هانګ کانګ چین د افغانستان الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) ته ماتې ورکړه.

په عمان کې د سه شنبې د ورځې اکتوبر ۲۲ (لړم لومړۍ) افغان لوبډلمشر دروېش رسولي د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو خپل ۲۰ اورونه پوره ونه شول لوبولای، په ۱۹.۵ اوروونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د ۱۳۲ منډو هدف یې وټاکه.

هانګ کانګ چین دا هدف په پنځو لوبغاړو پوره او افغان ابدالیانو ته یې ماتې ورکړه.

دا د اسیا په ایمیرجینګ کپ کې د افغانستان لومړۍ ماتې وه. افغانستان تر دې مخکې د سري لانکا او بنګله دېش الف لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.

هانګ کانګ تر دې مخکې خپلې دواړه لوبې بایللې وې.

په نننۍ لوبې کې په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۵۲ منډې صدیق اتل وکړې، دا په روانو سیالیو کې د اتل درېیمه پرلپسې پنځوسیزه ده، صدیق اتل تر دې دمه د روانو سیالیو تر ټولو غوره توپ وهونکی دی او ۲۳۰ منډې یې کړي دي.

افغان الف لوبډله وار دمخه د سیالیو نیمه پایلوبې ته وتلې ده، نن په دویمه لوبه کې د سري لانکا او بنګله دېش الف لوبډلو لوبې دي او د دغې لوبې له نتیجې وروسته به معلومه شي، چې افغانستان په سیمې فاینل کې له پاکستان سره مخامخ کېږي او که له هند سره.