د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزلنډ د ښځو د کرکټ نړیوال جام وګټه


د نیوزلنډ د ښځو د کرکټ لوبډلې نړیوال جام وګټه
د نیوزلنډ د ښځو د کرکټ لوبډلې نړیوال جام وګټه

د نیوزلنډ د ښځو د کرکټ‌ لوبډلې نن یکشنبه اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) په دوبۍ کې د ښځو د ۲۰ اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله.

نیوزلنډ په پایلوبې کې جنوبي افریقا ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې دا نړیواله اتلولي وګټله.

د نیوزلنډ لوبډلې جنوبي افریقا ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه، خو د جنوبي افریقا لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۱۲۶ منډې وکړې او هدف یې پوره نه شو کړای.

د لوبې غوره لوبغاړې د نیوزلنډ املیا شارلوټ کییر شوه. هغې په توپ وهنې ۴۳ منډې وکړې او په توپ اچوونې کې یې د جنوبي افریقا درې لوبغاړې هم وسوځولې.

تر دې دمه د ښځو د کرکټ تر ټولو ډېر نړیوال جامونه د استرالیا لوبډلې ګټلې دي. د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس، استرالیا شپږ ځلې دا نړیوال جام ګټلی، خو دا ځل یې په سمیې فاینل کې ماتې وخوړه.

انګلنډ او ویسټ انډیز بیا یو یو ځل ګټلی او اوس ورسره نیوزلنډ هم زیات شو.

د ښځو د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال شل اوریز جام کې ټولې لس لوبډلې وې. دا لوبې د اکتوبر په درېیمه پېل شوې وې او ټولې ۲۳ لوبې په شارجه او دوبۍ کې وشوې.

بنګله دېش د دغو سیالیو کوربه و خو هلته له خونړیو مظاهرو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا دا لوبې متحدو عربو اماراتو ته انتقال کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG