د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د کرکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش او پاکستان لوبې وګټلې


د ښځو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې۱۲) په متحدو عربو اماراتو کې پیل شوې.

د نړیوال جام لومړۍ لوبه د سکاتلنډ او بنګله دېش ترمنځ وه، چې بنګله دېش وګټله.

دا لومړی ځل دی چې سکاتلنډ د ښځو د کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې برخه اخلي.

د بنګله دېش لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو شل اورونو کې یې سکاتلنډ ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه چې سکاتلنډ یوازې ۱۰۳ منډې وکړې.

د دغې لوبې غوره لوبغاړې د بنګله دېش روتي موني شوه، دې په څلورو اورونو کې دوې لوبغاړې وسوځولې او یوازې ۱۵ منډې پرې وشوې.

د ښځو د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د لومړۍ ورځې په دویمې لوبې کې پاکستان بیا سري لانکا ته ماتې ورکړه.

د سري‌ لانکا لوبډلې د پاکستانۍ لوبډلې د ۱۱۷ منډو په ځواب کې یوازې ۸۵ منډې وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړې د پاکستان فاطمه سنا شوه، دې په توپ وهنې کې ۳۰ منډې وکړې او په توپ‌ اچوونې کې یې هم دوې مخالفې لوبغاړې وسوځولې.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، د نړیوال جام په دویمه ورځ نن جنوبي افریقا له ویسټ انډیز او هند له نیوزلنډ سره لوبې کوي.

د ښځو په روان شل اوریز نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې دي او دا یې نهم ځل دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG