د لاس رسي وړ اتصالات

ایمیرجینګ کپ سیالۍ؛ افغانستان د صدیق د ۹۵ منډو په مرسته بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د اسیا د کرکټ شورا د ایمیرجینګ کپ په سیالیو کې نن یکشنبه اکتوبر ۲۰(تلې۲۹) د افغانستان الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) د بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه په عمان کې وه. د نننۍ لوبې ستوری افغان لوبغاړی صدیق اتل و چې په ۵۵ توپونو یې ۹۵ منډې وکړې، تر پای پورې ودرېده او افغانستان یې تر بریا ورسوه.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د بنګله دېش الف لوبډلې ته د منډو کولو بلنه ورکړه. بنګله دېش په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پرویز حسین د ۵۴ چټکو منډو او د توحید او شمیم د ۷۰ منډو په ملګرتیا افغانستان ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکله.

په ننۍ لوبې کې د ننګیال خروټي په ځای قیس احمد لوبه وکړه. په افغان توپ‌اچوونکو شرف الدین اشرف، قیس احمد، کریم جنت او بلال سمیع د بنګله دېش الف یو-یو لوبغاړی وسوځول.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سري لانکا الف سره وکړه او ویې ګټله.

د افغانستان بله لوبه د را روانې سه شنبې په ورځ له هانګ کانګ سره ده.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د هند، پاکستان، بنګله دېش او سري‌لانکا الف لوبډلې او د عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې لوبېږي. ټولې اته لوبډې په دوو ګروپونو وېشل شوي‌ او د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به سیمې فاینل ته وځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG