تونس کې حکومت بې واکه او پارلمان وځنډول شو 

د تونس پوځ د پارلمان ودانۍ محاصره کړې ده

په تونس کې ولسمشر قیس سعید د پوځ په مرسته حکومت له واکه وغورځوه او د پارلمان کارونه یې وځنډول.

دا کار په دغه هېواد کې د دموکراسۍ په لسیزه کې تر ټولو لوی بحران بلل شوی دی. د تونس مخالفو سیاسي ډلو دا کار کودتا بللې ده.

په تونس کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته اقتصادي حالت خراب شوی دی او همدغه حالت په هغه هېواد کې ګډوډیو او مظاهرو ته لاره پرانیستلې ده. مظاهره کوونکي د صدراعظم هشام المشیشي په ضد راوتلي وو چې ولسمشر بې واکه کړ.

د پارلمان مشر راشد غنوشي، چې د اسلامي غورځنګ «النهضه» مشر هم دی، د ولسمشر دا کار په دموکراسۍ برید بللی دی او په خلکو یې غږ کړی چې سړکونو ته راووځي.

د حکومت مخالفو او موافقو مظاهرې کړې او په یو بل یې د ډبرو ګوزارونه کړي دي ‌چې ځینې خلک په کې ژوبل شوي دي.

پوځ د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۲۶(زمری۴) په «قصببه» کې د حکومت ماڼۍ ته سرتېري واستول او خلک یې پرېنښودل چې ودانۍ ته داخل شي. سرتېرو د پارلمان ودانۍ هم محاصره کړې او د پارلمان مشر غنوشي ته یې هم د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

د رویټرز خبري اژانس د الجزیرې تلویزون د چارواکو له خولې ویلي دي‌ چې پولیسو د هغوی په دفتر هم برید کړی او کارکوونکي یې شړلي دي.

ولسمشر سعید د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د اساسي ‌قانون په اساس یې صدراعظم له دندې لېرې کړ، پارلمان یې تر ۳۰ ورځو پورې وځنډوه او وایي‌ چې له نوي صدراعظم سره به حکومت چلوي.

بې واکه کړل شوی صدراعظم په خپل کور کې دی. ولسمشر نه دي‌ ویلي چې نوی صدراعظم به کله ټاکل کیږي.

په تونس کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوې او له همدې کبله په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. خلکو د «النهضه» واکمن ګوند په ضد مظاهرې کړې‌ دي.

د تونس ولسمشر له دغې پرېکړې وروسته سلګونه خلک سړکونو ته راووتل او دا پرېکړه یې وستایله.

په تونس کې په ۲۰۱۱ کې مظاهرې پیل شوې او مطلقه نظام یې په دموکراسۍ بدل کړ او همدغو مظاهرو «عرب سپرلی» راوپاروه چې په ډېرو عربي هېوادونو کې نظامونه بدل شول خو راپورونه وايي چې نویو حکومتونو هم د خلکو په ژوند کې مثبت تغیرات نه دي‌ راوستي.

ځینې نړیوال غبرګونه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي‌ چې په تونس کې په تازه پېښې اندېښمن ذي او باید «دموکراتیک مشروعیت» بېرته راوګرځول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماریا ادیبهر خبریالانو ته ویلي دي‌ جرمني هیله کړې ده چې تونس ژر تر ژره بېرته د «اساسي‌ قانون ممکنه نظم» ته وروګرځي.

د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف په یو مختصر بیان کې ویلي دي چې روسیه په تونس کې پرمختګونه څاري او هیله یې کړې چې د هغه هېواد د خلکو امنیت او ثبات ته ګواښ پېښ نشي.