د تونس د جمهور رئیس محمد باجي قائد سبسي، له مړینې نه یوه ورځ وروسته ددغه هیواد مقاماتو مخکې له وخته انتخاباتو ته د تیارۍ خبر ورکړی دی.
ښاغلی سبسي د تونس لومړنی جمهور رئیس و چې د ازادو انتخاباتو له لارې واکمن شوی و. هغه تیره ورځ روغتون ته له انتقالیدو وروسته مړشو، خو مقاماتو د هغه د ناروغۍ په اړه مشخص معلومات ندي ورکړي.
ټاکل شوې وه چې د تونس راتلونکي انتخابات د روان کال د نومبر د میاشتې په ١٧ وشي، خو اوس د تونس د انتخاباتو کمیسیون وړاندیز کړی دی چې د سپتمبر په ١٥ دې مقدماتي ټاکنې وشي.
دغه کمیسیون ویلي دي چې ډیر ژر به د نویو انتخاباتو د نتیټې د ټاکلو لپاره غونډه وکړي.
له دې سره جوخت د تونس مقامات د هغه هیواد د مړ شوي جمهور رئیس سبسي د جنازې مراسمو ته تیاری نیسي. ټاکل شوې چې هغه د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.
د تونس صدراعظم یوسف شاهد، ویلي دي چې تمه ده د نړۍ له گوټ گوټ څخه یو شمیر مشران د ښاغلي سبسي په جنازه کې گډون وکړي، خو ددغو مشرانو لست ندی خپور شوی.
د پنجشنبې په ورځ (جولای ٢٥) سپینې ماڼۍ، ملگرو ملتونو او د نړۍ زیات شمیر هیوادونو د تونس د جمهور رئیس د مړینې په خاطر د هغه هیواد له مشرانو سره خواخوږي وکړه.
ښاغلی سبسي ۹۲ کلن و او دمخه یې ویلي وو چې نه غواړي د تونس راتلونکو ټاکنو ته کاندید شي. هغه ویلي وو چې یو ځوان شخص ته دې زمینه برابره شي چې د هیواد چارې پرمخ بوزي.