د لاس رسي وړ اتصالات

تونس کې بیسارې مظاهره؛ پولیسو لارې بندې کړې 


مظاهره کوونکي پولیس په زور زیاتي‌تورنوي
مظاهره کوونکي پولیس په زور زیاتي‌تورنوي

په تونس کې پولیسو د شنبې په ورځ فبرور ۶ (سلواغه ۱۸) د دغه هېواد په مرکز کې مهمې لارې او سړکونه بند کړل چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي.

د تونس د کارګرو ټولنې دا مظاهره تنظیم کړې ده چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر دې دمه تر ټولو «ستره مظاهره» بلل کیږي. په تونس کې د کارګرو ټولنه د دغه هېواد یوه تر ټولو غښتتلې اتحادیه بلل کیږي.

دا مظاهره په ۲۰۱۳کې د مدني ټولنې د یو مخکښ شکري بلعید د وژلو د تلین په مناسبت راوتلې. مظاهره کوونکي همدغه راز پولیس تورنوي‌ چې مظاهره چیانو سره زور زیاتی کوي او هغه ازادي‌ ترې اخلي چې د ۲۰۱۱له انقلاب را وروسته ترلاسه شوې ده.

کلونه وړاندې د تونس مظاهرو د «عرب سپرلي» په نوم پاڅونونه راوپارول او په ځینو هېوادونو کې نظامونه بدل شول.

د بلوا ضد پولیسو په مرکز کې د «حبیب بورقیبه» څلور لارې ته نژې ټولې لارې او سړکونه بند کړي‌ چې مظاهره کوونکي ښار ته داخل نشي.‌

یو عیني‌شاهد د رویټرز خبري اژانس ته ویلي ‌دي ‌چې زرګونه کسان راټول شوي ‌دي.

تېره میاشت هم د تونس په ځینو نورو سیمو کې د بې عدالتۍ په ضد مظاهرې وشوې چې پولیسو یو شمېر مظاهره کوونکي ونیول خو د کورنیو چارو وزارت له مظاهره کوونکو سره د پولیسو د زور زیاتي راپورونه رد کړل.

مظاهره کوونکي د منځلاري ګوند «حرکت النهضه» په ضد شعارونه ورکوي. دا ګوند د تونس د ایتلافي‌ حکومت غړی دی.

د تونس له انقلاب وروسته د دغه هېواد دموکراتیک سیاسي‌ سیستم په کړکیچ او د ولسمشر،‌ صدراعظم او پارلمان د غړو ترمنځ‌ د اختلاف ‌په دایره کې رایسار دی او اقتصاد یې هم خراب شوی دی.

د ۲۰۱۳په فبرورۍ کې اسلامپالو افراطیانو د تونس یو سیکولر وکیل شکري بلعید ترور کړ او همدغه ترور مظاهرې راوپارولې چې نظام بدل شو.

XS
SM
MD
LG