د جرمني صدراعظم اولاف شولتز دوشنبې دسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۲) په یو نااعلان شوي سفر جګړه ځپلي اوکراین ته ورسېد او د روسیې پر وړاندې په جګړه کې له کیف څخه د برلین د ملاتړ ژمنه یې تازه کړه.
شولتز په داسې حال کې کیف ته تللی چې اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې په شا تګ ته اړ شوي او کیف وېره لري چې د جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له ستنېدو وروسته ښايي د متحده ایالاتو مرستې محدودې شي.
د ژمي له پیل وړاندې روسیې په اوکراین کې ددغه هېواد د بریښنا په زیربنا باندې ویجاړونکي بریدونه کړي دي.
شولتز چې هېواد یې د اروپا په کچه اوکراین ته ترټولو زیات پوځي اکمالات کوي، د خپل سفر په ترڅ کې د ۶۵۰ میلیون یورو (۶۸۰ میلیون ډالرو) په ارزښت د اضافي نظامي مرستو ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به اوکراین ته ورکړل شي.
شولتز د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پوسټ کې لیکلي: "ما نن شپه کیف ته سفر وکړ: د اورګاډي له لارې په داسې یو هیواد کې چې د تیرو زرو ورځو راهیسې د روسیې د تیري په وړاندې له ځانه دفاع کوي."
دا د ۲۰۲۲ په پیل کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین ته د هغه دوهم سفر دی.
شولتز، چې د فبرورۍ په میاشت کې د خپل ایتلافي حکومت له ړنګیدو وروسته له نویو انتخاباتو سره مخامخ دی، وویل: "کیف ته له تازه سفر سره، زه غواړم له اوکراین سره خپل پیوستون څرګند کړم. زه غواړم دلته دا روښانه کړم چې جرمني به په اروپا کې د اوکراین تر ټولو پیاوړی ملاتړی پاتې شي."
هغه وویل چې د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په خپله لیدنه کې به د ۶۵۰ میلیون یورو په ارزښت تازه پوځي مرستې اعلان کړي چې په دسمبر کې به اوکراین ته ورکړل شي.
شولتز زیاته کړه: "اوکراین کولی شي په جرمني تکیه وکړي. موږ هغه څه وایو چې عمل پرې کوو او هغه څه کوو چې وایو یې."
بل خوا، روسیې د دوشنبې په ورځ وویل چې اوکراین ته د شولتز له سفر څخه هیڅ "تمه" نه لري.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "زه به ونه وایم چې موږ له دې لیدنې څخه تمه لرو. جرمني له اوکراین سره خپل غیرمشروط ملاتړ ته دوام ورکوي." پیسکوف زیاته کړه چې پوتین د شولتز له لارې د اوکراین ولسمشر ته پیغام نه دی استولی.
شولتز په داسې حال کې اوکراین ته سفر کوي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي. ټرمپ په اوکراین کې د جګړې په چټکتیا سره د پای ته رسولو ژمنه کړې او دا ویره یې رامنځته کړې چې هغه به هڅه وکړي اوکراین مجبور کړي چې د مسکو په شرایطو برابر یو تړون ته غاړه کیږدي.
زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې له روسیې سره د هرډول خبرو اترو دمخه د ځان د دفاع لپاره له ناټو څخه امنیتي تضمینونو او نورو وسلو ته اړتیا لري.
نوموړي دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د ډيپلوماسۍ له نوي مشر کایا کالاس او د اروپايي ټولنې د شورا له مشر انتونيو کوستا سره تر ليدنې وروسته وکړې، چې د خپل دفتر په لومړۍ ورځ د ملاتړ څرګندولو په توګه کيف ته تللي وو.
د جرمني صدراعظم ټینګار کړی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پکار ده چې ددغه هېواد د ملي حاکمیت د خوندیتوب لپاره قوي پوځي ملاتړ او ډیپلوماسي دواړه په نظر کې ونیول شي.
شولتز د نومبر په نیمایي کې په څو کلونو کې د لویدیځ لومړنی مشر شو چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې وکړې.
زیلینسکي هغه مهال په دې کار نارضایتي ښودلې وه او تور یې پورې کړی و چې د شولتز تیلیفوني خبرو په نړیواله کچه د پوتین انزوا کمزورې کړې ده.
دا مطلب هم ولولئ شولتز له پوتین وغوښتل چې د اوکراین سره د سولې خبرې وکړيله پوتین سره په تیلیفوني تماس کې، شولز جګړه وغندله او "له روسیې یې وغوښتل چې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو په هدف له اوکراین سره خبرو اترو ته لیوالتیا وښيي."
د شولتز په مشرۍ جرمني له متحده ایالاتو وروسته اوکراین ته د وسلو دوهم لوی عرضه کونکی دی، خو کیف ته یې د داسې اوږد واټن ویشتونکو توغندیو له استولو څخه ډډه کړې چې د روسیې دننه هدفونه په نښه کړي.
برلین خپل دغه دریځ ته په داسې حال کې دوام ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د لومړي ځل لپاره اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې په خلاف د اوږد واټن ویشتونکي توغندي استعمال کړي.
د شنبې په ورځ په برلین کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال په یوه وینا کې، شولتز پر خپلو سیاسي سیالانو له دې کبله نیوکه وکړه چې هغوی ټینګار کوي چې د جرمني د توروس اوږد واټن ویشتونکي توغندي دې اوکراین ته ورکړل شي.
شولتز د خپل سوسیال دیموکرات ګوند غونډې ته په وینا کې وویل چې د مسکو سره، چې یو اټومي ځواک دی، دا ډول مخامخ کېدل د جرمني امنیت ته ګواښ پېښوي.