د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د جمعې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې له اوکرایین سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. دا ددې دوو مشرانو ترمنځ په تیرو دوو کلونو کې لومړی ځل خبرې وې.
د جرمني د صدراعظم ویاند ستیفن هیبشترایت وویل چې: په یو تیلفوني تماس کې شولتز "د اوکراین په وړاندې د روسیې یرغل وغنده او پر ولسمشر پوتین یې غږ وکړ چې دا [جګړه] پای ته ورسوي او سرتیري وباسي".
هیبشترایت په بیان کې زیاته کړې چې، د جرمني مشر "له روسیې وغوښتل چې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو په هدف له اوکراین سره خبرو ته لېوالتیا وښيي".
شولتز همدا راز ټینګار وکړ چې، "جرمني به د روسیې د تیري پر وړاندې د اوکراین د مبارزې څځه تر هغه چې ورته اړتیا وي ملاتړ وکړي".
ددغو دواړو مشرانو ترمنځ دغه تیلفوني تماس د جګړې په یو مهم پړاو کې ترسره کیوي. اوکرایني ځواکونه تر فشار لاندې دي او د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا د کیف لپاره د واشنګټن د دوامدار ملاتړ په اړه شکونه رامنځته کړي دي.
د جرمني د حکومت یوې منبع فرانس پرس ته وویل چې، دا د دواړو مشرانو ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر راهیسې لومړنۍ تلیفوني خبرې دي چې "یو ساعت" یې دوام وکړ.
د جرمني دغې حکومتي سرچینې وویل، شولتز "په ځانګړې توګه په اوکراین کې د ملکي بنسټونو پر وړاندې د روسیې هوايي بریدونه غندلي دي".
سرچينې زياته کړه، "هغه دا څرګنده کړه چې د اوکراين پر وړاندې د جنګي ماموريت لپاره روسيې ته د شمالي کوريا د سرتېرو لېږل به د جګړې د جدي زياتوالي او پراخېدو لامل شي."
کرملین، ددغو خبرو اترو په اړه وویل چې دواړو مشرانو "په ښکاره ډول د نظرونو تبادله" کړې، او زیاته یې کړه چې دا تلیفون تماس د جرمني په نوښت ترسره شوی دی.
کرملین زیاته کړه: "ممکن تړونونه باید د روسیې فدراسیون امنیتي ګټې په پام کې ونیسي، د نویو ځمکنیو واقعیتونو پر اساس وي او تر ټولو مهم، باید د شخړې اصلي لاملونه په ګوته کړي."
د شولتز ویاند، هیبشترایت وویل، مخکې له دې چې پوتین ته ټیلیفون وکړي، شولتز د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړې.
ویاند وویل، د جرمني او اوکراین مشرانو "مخکې هم خبرې کړي او د روسیې له ولسمشر سره له خبرو وروسته به بیا هم خبرې وکړي".
د یو بل خبر له مخې اوکراین د جمعې په ورځ نومبر ۱۵ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز ترمنځ تیلیفوني خبرې د "آرامولو د هڅې" په توګه وغندلې چې کیدای شي دا خبرې مسکو د کمزورۍ نښه وګڼي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وویل: "خبرې یوازې پوتین ته هیله ورکوي چې خپل نړیوال انزوا راکمه کړي." او زیاته کړې ده چې: "هغه څه چې اړین دي هغه ټینګ او قوي اقدامات دي چې هغه سولې ته اړ کړي، نه د قناعت او د خوښۍ هڅې، چې هغه یې د ضعف نښه وګڼي او د خپلې ګټې لپاره یې وکاروي."
د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د کرملین د مشر او د یو عمده لویدیز هیواد د مشر ترمینځ وروستی پیژندل شوی تلیفون تماس و. پوتین د ۲۰۲۲ کال راهیسې کله چې اروپایي ټولنې او متحده ایالاتو پر روسیې پراخ بندیزونه ولګول، د هیڅ کوم غربي هیواد له مشر سره خبرې ندي کړي.
د ناټ، هیوادونو د سازمان د غړو له جملې څخه پوتین یواځې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان چې د لویدیځ د پالیسۍ مخالف دی او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تماس سانلی دی.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه