د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سه شنبه جنوري اوومه ( مرغومي ۱۸) خبردرای ورکړ که په سوریه کې کردي ملیشې د و"ینې تویدو" پرته د واک سپارلو لپار ه د انقري غوښتنه ونه مني، پر ضد به یې نظامي عملیات وشي.
ښاغلي فیدان د سي ان ان ترکي څانګې سره په مرکې کې وویل چې په سوریه کې د خلکو خوندیتوب قطعې په نامه کردي ملیشو په خلاف به "لازم اقدامات" وکړي او د یوې پوښتې په ځواب کې د وضاحت لپآره یې وویل چې "نظامي عملیات" به یې پر ضد وکړي.
د ترکیې دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات زیاته کړه ، "هغه نړیوال جګړه ماران چې د ترکیې، ایران او عراق څخه سوریې ته تللي، باید په سمدستي توګه ووځي. مونږ پدې هکله هیڅ چمتوالی او نیت ندی لیدلی او انتظار کوو".
په سوریه کې امریکا د کردي ځواکونو تر شا ولاړه ده خو انقره بیا وایي چې د YPG په نامه کردې ملیشې د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې سره اړیکې لري چې د کالونو راهیسې د ترکیې د حکومت په خلاف وسله وال بغاوت کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې کردې ملیشو ته د مهلت په هکله یې متحده ایالاتو ته هم خبر ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې تیره میاشت په رسمي سفر ترکیې ته تللی و، هلته یې وویل چې واشنګټن او انقره د سوریې د راتلونکي حکومت په اړه یو شان نظر لري.
بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې دواړه هېوادونه په سوریه کې د یو موقت حکومت غوښتونکي دي چې ټول شموله او غیر فرقه یي وي، داسې حکومت چې د اقلیتونو او ښځو د حقونو ساتنه وکړي، داسې حکومت چې د دولتي بنسټونو ساتنه وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي."
بلینکن وویل، چې دواړه هیوادونه د سوریې له موقت حکومت څخه غواړي چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم څخه پاتې هر ډول کیمیاوي وسلې ومومي او په سمه توګه له منځه یوسي.
د سوریې نوي مشر، احمد الشرع هم د همدې تیرې یکشنبې په ورځ وویل چې پدې هیواد کې ټولې کردې ملیشې باید د نوي ملي پوځ سره یو ځای شي.
د بهرنیو چارو وزیر تر څرګندونو یوه ورځ د ترکیې جمهورر ئیس د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان هم ویلي و چې که د سوریې د تجزیې خطر احساس شي، د مداخلې امر به وکړي.
اردوغان څرګنده کړه چې د سوریې تجزیه د ترکیې لپاره د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه: "که هر ډول ګواښ رامنځته شي، اړین اقدامات به ترسره کړو. موږ [ترکیه] ټول اړین وسایل او توان په واک کې لرو."
د اردوغان دا خبرې تر ډېره د سوریې پر کردي ځواکونو متمرکزې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې په سوریه کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او ټینګار یې وکړ، چې انقره هر وخت د هر راز اقدام جوګه دی. هغه وویل: "که چیرې اړتیا پېښه شوه، انقره په یوه شپه کې مداخله کولای شي. "
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د ترکیې د ملاتړ او د لویدیځ ملاتړ څخه برخمن د کردي یاغیانو ترمنځ جګړو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه