امریکايي چارواکی: د جي۷ مشرانو اوکراین ته د ۵۰ میلیارد ډالرو پور ورکولو هوکړه کړې

د جي۷ مشران

یو امریکايي چارواکی وايي، د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) مشرانو د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۴) په ایټالیا کې د یوې غونډې پر مهال پرېکړه وکړه چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه اوکراین ته ۵۰ میلیارد ډالر پور ورکړي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "ددې معاملې په اړه په لوړه کچه سیاسي جوړجاړی رامنځته شوی دی. سږ کال به ۵۰ میلیارد ډالر اوکراین ته ځانګړي شي."

د بایډن برسېره د ایټالیا، بریتانیې، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشران د ایټالیې په جنوبي ښار پولیا کې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره راټول شوي دي.

د جګړه ځپلي اوکراین لپاره د مرستو پراخول ددې غونډې مهم ټکی بلل شوی او ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د غونډې په یوه برخه کې د جي۷ له مشرانو سره په خبرو کې برخه واخلي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو ددې کال په پیل کې هوکړه وکړه، چې پر اوکراین باندې د روسیې د فبروري ۲۰۲۲ کال له یرغل وروسته په لویدیځو هېوادونو کې د روسیې د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو ګټه د کیف سره په مرستې ولګوي.

خو د جي۷ په غونډه کې نظر دا دی چې دا پیسې اوکراین ته په بیړني ډول د قرضې په توګه ورکړل شي.

ټاکل شوې ده چې دا قرضه به په راتلونکي کې د همدې پیسو له ګټې څخه بیرته ادا کړل شي، که څه هم داسې اندېښنې هم شته چې په راتلونکي کې د سولې د ممکنه تړون له کبله د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په صورت کې دغه لړۍ په ټپه ودریږي.

امریکايي مقام وویل، متحده ایالات حاضر شوي چې دا ټول ۵۰ میلیارد ډالر برابر کړي خو زیاته یې کړه چې له دې کبله چې دا یو مشترک ګام دی نو ځکه به د واشنګټن ونډه "کافي لږ" وي.

چارواکي وویل: "موږ یوازني قرض ورکوونکي نه یو. دا به د قرضې ورکولو یو صندوق وي. موږ ددې ګام د پورته کولو دپاره ګډه ژمنتیا لرو او له همدې کبله یې باید ممکنه خطر په ګډه قبول کړو."

دغه چارواکي څرګنده نه کړه چې د جي۷ نور غړي هېوادونه به په دې برخه کې څومره پیسې ورکړي.

امریکايي چارواکي وویل: "زه نه غواړم د نورو پلاوو په استازیتوب خبرې وکړم. دا په هغوی پورې اړه لري چې ووايي ایا ددې پور په ورکولو کې برخه اخلي."

هغه زیاته کړه: "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې متحده ایالات به په دې برخه کې یوازنی پور ورکوونکی نه وي."