د امریکا د ملي استخباراتو پخواني مشر د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې

ریچارد ګرېنل، دا غوښتنه وروسته تر هغه کړې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحريک انصاف زرګونه غړيو د خپل رهبر عمران خان د خوشې لپاره پراخه لاریونونه کړي دي.

د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي استخباراتو پخواني مشر ریچارد ګرېنل د پاکستان د پخواني صدراعظم او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د نومبر پر ۲۶ (ليندۍ ۶) پر خپله رسمي اېکس (پخواني ټويټر) پاڼه ليکلي چې "عمران خان راخوشې کړئ".

ګرېنل، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په تېره دوره کې په جرمني کې د امريکا سفير هم پاتې شوی، دا غوښتنه وروسته تر هغه کړې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحريک انصاف زرګونه غړيو د خپل رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی دی.

د عمران خان پلويانو د نومبر پر ۲۴ (ليندي ۴) احتجاج پيل کړ خو د نومبر پر ۲۶ د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان د مېرمنې بشری بي بي په مشرۍ زرګونه احتجاج کوونکي اسلام اباد ته داخل شول او ډي چوک" (ډېموکراسي چوک يا د جمهوريت څلورلارې) ته يې ځان ورساوه.

په "ډي چوک" کې د پاکستان د ملي پارلمان او سترې محکمې ودانۍ او يوشمېر نور دفترونه شته او حکومت هغې ساحې ته تلونکې لارې په کانټېنرونو تړلې وې.

وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اسلام اباد د امنيت لپاره پوځ وګماره. د نومبر ۲۶ په ماښام پوځيانو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له "ډي چوک" څخه پر شا وتمبول. پر دې مهال پوليسو پر احتجاج کونکو اوښکې بهېوونکی غاز هم وشینده.

په اسلام اباد کې د پوليسو او احتجاج کوونکو ترمنځ د اخ و ډب په پېښو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کړې ده چې د نومبر پر ۲۶ په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د احتجاج پر مهال د نيمه پوځي ځواک درې سرتېري او يو پوليس وژل شوی او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي. بلخوا پاکستان تحريک انصاف هم تور پورې کړی دی چې د امنيتي ځواکونو په ډزو يې د ګوند دوه غړي وژل شوي دي.

پي ټي ای زياته کړې ده چې پوليسو په اسلام اباد کې د دوی له ۵۰۰ زيات غړي نيولي هم دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د نومبر پر ۲۵ د پاکستان د پنجاب ايالت چارواکو وويل چې د تحريک انصاف د احتجاج پرمهال په دغه ايالت کې يو پوليس وژل شوی او ۷۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د نومبر پر ۲۶ شپې ناوخته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې احتجاج کوونکي په بریالیتوب سره منتشر شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې د پي ټی ای په احتجاج کې د افغانانو د ګډون په اړه به جزیات د نومبر پر ۲۷ (ليندۍ ۷) له رسنیو سره شریک کړي او زیاته یې کړه چې "د افغانانو په اړه مهمه پرېکړه شوې" چې په راتلونکو څو ورځو کې به اعلان شي.

دا تر هغه وروسته ده چې پي ټي ای د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د راخوشې کولو لپاره په پلازمېنه اسلام اباد کې د نومبر پر ۲۴ د احتجاج کولو اعلان کړی وو.

د پاکستان حکومت د نومبر له ۲۴ د پاکستان تحريک انصاف د احتجاج د مخنيوي لپاره پلازمېنه کلا بنده کړې او هغه ښار ته تلونکې لويې لارې يې په کانټېنرونو تړلې وې.

پر دې سربېره د اسلام اباد په يوشمېر ساحو کې د انټرنټ او د ګرځنده موبایل ټیلفونونو خدمات هم ځنډول شوې او د نومبر پر ۲۵ او ۲۶ تعليمي ادارې هم تړل شوې وي.

د نومبر پر ۲۶ "ډي چوک" ته تر رسېدو وروسته د پي ټي ای زرګونه پلويانو ته د وينا پر مهال د عمران خان مېرمنې بشری بي بي وويل چې تر هغه وخته به احتجاج کوي چې تر څو عمران خان نه وي خوشې کړل شوی.

د نومبر پر ۲۵ د پاکستان مرکزي حکومت د پي ټي ای له مشرانو سره مذاکرات وکړل او هغوی ته يې د اسلام اباد په څنډه کې، په سنګجاني سيمه کې د احتجاج کولو اجازه ورکړه، خو د پي ټي ای مشرانو د حکومت دغه وړانديز رد کړ او په هر حال کې يې په "ډي چوک" کې د پرلت وهلو هوډ وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې پر نهمه نیول شوی وو، خو د سترې محکمې له خوا د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړل شو. تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د اداري فساد په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپينډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې، چې په ځينو کې يې محکمو د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان د هغه پرضد جوړې شوې ټولې قضيې رد کړي او ويلي يې دي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.