اروپايي اتحادیه: د بریکس مشران باید له پوتین څخه د اوکراین د جګړې د ختمولو غوښتنه وکړي

د بریکس د هېوادونو سرمشریزه د روسیې په کازان کې جوړه شوې ده.

اروپايي اتحادیې چهارشنبې اکتوبر ۲۳ (لړم ۲) د روسیې په کازان ښار کې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغواړي چې په اوکراین کې د مسکو جګړه پای ته ورسوي.

د پوتین په کوربه توب په دې سرمشریزه کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان برسېره د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشرانو برخه اخیستې ده.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې ویاند پیټر سټانو د دې ډلې له مشرتوب څخه "د روسیې ناوړه ګټه اخیستنه" وغندله او یادونه یې وکړه چې د محکمې له لورې د روسیې د ولسمشر د نیولو امر شوی دی.

هغه وویل: "موږ باور لرو چې په کازان کې د سرمشریزې ټول ګډونوال به له دې غونډې څخه په استفادې سره یو ځل بیا په پوتین غږ وکړي چې د اوکراین د خلکو په وړاندې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي."

د بریکس د غونډې یوه موخه دا ګڼل کیږي چې په نړیواله کچه د لویدیځ نفوذ وننګوي. د بریکس د غونډې په پیل کې پوټین وویل چې د سرمشریزې له ګډون کوونکو هېوادونو سره په مالي برخه کې د اړیکو د پراخولو ترڅنګ د سیمه ایزو بحرانونو د حل لپاره خبرې کوي.

پوتین وویل: "د بريکس ستراتيژي په نړيوال ډګر کې د نړيوالې ټولنې د هغه عمده برخې له هڅو سره سمون خوري چې د نړيوال اکثريت په نامه هم ياديږي."

پوتین او د چین ولسمشر شي جينپينګ په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراين د روسيې له يرغل څو اوونۍ وړاندې د "بې حده" همکاریو تړون اعلان کړی وو او دواړو مشرانو روان کال د مې په مياشت کې په بېجينګ کې او د جولای په مياشت کې په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې کتلي وو.

د چهارشنبې په ورځ شي جينپينګ د نړيوال امنيت په تامينولو کې د بریکس پر رول او د اوکراين د شخړې د پراخېدو د مخنيوي پر اړتيا ټينګار وکړ. چین او برازیل د سولې یو پلان وړاندې کړی چې اوکراین رد کړی دی.

لوېدیځ له هند څخه غوښتي چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو په هڅولو کې هڅې زیاتې کړي. خو د هند صدراعظم که څه هم په اوکراین کې په سوله ییز حل ټینګار کړی خو د روسیې د جګړې له ښکاره غندلو څخه یې ډډه کړې ده.

دا مطلب هم ولولئ مودي پوتین ته ویلي د اوکراین د بحران 'بیړنی' او سوله ایز حل غواړي

د هند د بهرنیو چارو د وزارت د بیان په حواله، مودي د چهارشنبې په ورځ د بریکس غونډې ته په وینا کې وویل: "موږ د جګړې پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوو."

دا په تیرو دریو میاشتو کې روسیې ته د مودي دوهم سفر دی. مودي وویل: "د یو متنوع او ټول شموله پلیټ فارم په توګه، بریکس کولی شي په ټولو برخو کې مثبت رول ولوبوي."

کرملین وړاندې ویلي ویلي وو چې پوتین به د بریکس په سرمشریزه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټریش سره خبرې وکړي.

دا مطلب هم ولولئ پوټین د اوکراین په هکله د ملګرو ملتونو د مشر سره غږیږي

ګوټریش په مکرر ډول په اوکراین کې د مسکو پر کړنو نیوکه کړې. ټاکل شوې چې نوموړی د پنجشنبې په ورخ له پوتین سره وګوري. دا په څه باندې دوو کلونو کې روسیې ته د هغه لومړنی سفر دی.

کازان ته د ګوټریش سفر د کیف له قهره ډک غبرګون راپارولی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې په خپاره کړي بیان کې ویلي: "دا یو غلط انتخاب دی چې د سولې لامل نه کیږي. دا یوازې د ملګرو ملتونو شهرت ته زیان رسوي."
د ګوټریش مرستیال ویاند فرحان حق د اوکراین نیوکې ته په ځواب کې ویلي چې داسې نړیوالو غونډو ته چې د جي۷ او جي۲۰ په څېر د بلاکونو د عمده هېوادونو په لوی شمېر مشران پکې ګډون کوي، د ګوټریش ورتګ "معمول کار دی."

حق وویل:‌ "دا د بریکس هیوادونو سره چې د نړۍ د شاوخوا نیمایي نفوس استازیتوب کوي، د ملګرو ملتونو د کار لپاره خورا مهمه ناسته ده."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې ویاند ویلي چې اروپايي اتحادیه په دې سرمشریزه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټیرش د ګډون ملاتړ کوي.

ویاند پیټر سټانو وویل: "موږ باور لرو چې هغه به په روسیه او پوتین غږ وکړي چې په بشپړ ډول او پرته له کوم قید او شرط څخه د اوکراین د خلکو پروړاندې وحشیانه تیری بند کړي."

دا مطلب هم ولولئ بریکس د شپږو نورو هېوادونو پر غړیتوب موافقه وکړه

ددغې سرمشریزې د اجنډه یوه مهمه موضوع د "سویفټ" د تادیاتو سیستم په وړاندې د بریکس لخوا خپل د تادیاتو د یو سیستم رامنځته کولو په اړه خبرې ښودل شوي دي. د روسیې بانکونه د ۲۰۲۲ راهیسې د سویفټ له نړیوال سیستم څخه ایستل شوي دي.

ایران، متحده عربي امارات، مصر او ایتوپیا د بریکس سازمان تازه غړي دي. دا سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې رامنځته شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو. دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له "بریک" څخه بریکس ته بدل کړل شو. شاوخوا ۴۰ هېوادونو په دې سازمان کې غړیتوب ته لیوالتیا ښودلې ده.

ددې راپور په چمتو کولو کې د فرانس پرس، اسوشیټډ پرس او رویټرز اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.