کندز کې د سیمه ییزو پولیسو وژل کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه

طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی دی

د کندز سیمه ییز چارواکي وایي، تیره شپه د دغه ولایت د علي اباد ولسوالۍ په عرضبیګي سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۱۷ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د علي اباد ولسوالۍ یو تن مسؤل چارواکی، چې نه غواړي نوم یې یاد شي نن سې شنبه د «تلې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغه برید کې ۱۷ تنه سیمه ییز او څو تنه ملي پولیس هم وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې د همدغې پوستې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان محمود او د امنیې قوماندانۍ د اداري چارو معاون سید عالم هم شامل دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني بیا وايي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د علي اباد ولسوالۍ د عرضبیګي په کلي کې پر امنیتي پوسته برید کړی خو د تلفاتو د قیق ارقام نه ورکوي.

هغه وايي، چې سیمې ته د کمکي قواو په رسیدو سره وسله وال طالبان په شاشوي دي او په جګړه کې ورته تلفات هم اوښتي دي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په دغه برید کې د شلو تنو سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدو ادعا کړې ده.