د پکتيکا په ارکون ولسوالۍ کې معتادين زيات شوي

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د پکتیکا ولایت د ارگون ولسوالۍ یو تن معتاد جاويد وايې، مخدراتو يې زړه له ژونده تور کړی دی.

جاوید وايې، ۱۴کاله مخکې یې هغه وخت نشې ته مخه کړه کله چې يې ملګرو د نشه يې موادو د خوند څکلو بلنه ورکړه.

جاويد همدا راز وايې، له معتادېدو مخکې ښه ګاريګر و او يو وخت يې پنځوس زره معاش درلود، خو اوس له هره کار ولېدلی دی.

نوموړی له دولت څخه معتادينو ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.