په پکتیکا کې پو پخوانی پولیس چې د ماینونو په خنثی کولو کې یې نوم ګټلی وو، خپلو ملګرو په نشو اخته کړی دی.
د غزني اوسېدونکی خیرالله وايي په ایران کې به یې د سخت کار له امله بدن درد کاوه او کله چې یې ملګرو د ارامۍ لپاره تریاک ورکړل پرې معتاد شو.
د میدان وردګ اوسېدونکی محمدکبیر شاوخوا څوارلس کاله کیږي په نشو اخته دی چې اوس په غزني ښار کې د معتادینو په یوه سمڅه کې اوسیږي.
په غزني ښار کې معتادین وايي چې د دوی په منځ کې د شیشې کاروونکي ډېر شوي چې له امله یې د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
په غزني کې یو شمېر کسان د خپلو کورنیو د هغه غړو او دوستانو په لټه دي چې په نشه ييتوکو اخته دي او له ډېرې مودې خپلو کورونو ته نه دي تللي.
عطامحمد چې په ایران کې یې د مزدورۍ پر مهال یې د دواړو لاسونو ګوتې په ماشین کې غوڅې شوې له کلونو راهیسې په نشو اخته دی.
د غزني اوسېدونکی غازي محمد هغه مهال په نشو اخته شو چې له خپل یو بل ملګري یې سره یې د نشه يي توکو کاروبار شروع کړ.
په غزني کې یوه بې ځایه شوې معتاده کورنۍ چې ماشومان یې هم په نشو اخته دي، تر پلونو لاندې له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د غزني اوسېدونکی ګل احمد چې پخوا یې د نانوايي کار کاوه، یو ځل د شوق له مخې تریاک وڅکول چې له همدې امله په نشه يي توکو معتاد شو.
د پکتیکا د استناف څارنوالۍ مسئولین وایي چې د نشه يي توکو اړوند قضیې یې په کاري لومړیتوبونو کې راځي چې د روان کال په حمل میاشت کې یې ۱۱ دوسیې څېړلې او عاملینو یې سزا لیدلې ده.
په غزني ښار کې د معتادینو تر څنګ د هغه سپیو شمېر هم ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی چې په نشو اخته شوي دي.
د غزني اوسېدونکی محمد ابراهیم وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پر کور یې د هاوان مرمۍ ولګېده او د دوو زامنو په ګډون یې د کورنۍ درې غړي ووژل شول.
د پکتیکا امنیه قوماندان وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په تېره یوه نیمه میاشت کې یې په دې تړاو ۱۷ کسان نیولي دي.
پکتیکا ولایت په میاشت کې یو ځل د بېلا بېلو ادارو په ګډون له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د چارو د همغږۍ غونډه جوړوي.
د غزني اوسېدونکی فضل الرحمن چې پخوا یې د لویې لارې موټر چلول له ۱۳ کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي او له نورو معتادینو سره یو ځای تر پله لاندې شپې سبا کوي.
د غزني اوسېدونکی ظاهرخان چې شاوخوا نهه کاله کېږي په نشو اخته دی، پخوا یې بزګري کوله او ښه ژوند یې درلود.
د غزني اوسېدونکی شبیر چې په ایران کې په نشو اخته شوی دی، وايي د نشو له امله یې د مېرمنې ژوند ورسره تریخ وو، چې بالاخره یې طلاق ورکړ.
د غزني اوسېدونکی روزالدین چې پخوا یې په قاچاقي ډول ایران ته کاریګر بېول، شاوخوا ۱۱ کاله کیږي چې نشه يي توکي کاروي.
د پکتیکا اوسېدونکی محمد اسماعیل چې یو وخت په سرحدي ځواکونو کې سرتېری وو، د دندې له پرېښودو وروسته په نشو اخته شو.
د غزني اوسېدونکی محمد سلیم چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، هلته خپل د اکا زوی په نشو اخته کړ.
نور پورته کول