پاکستان کې فرقه‌ يي شخړې؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ ته ورسېده

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۱) وویل په تېرو ۱۰ ورځو کې د دې هېواد په شمال لویدیځ کې د فرقه‌يي‌ تاوتریخوالي‌ له امله لږ تر لږه ۱۳۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي‌ دي.

په کورمه کې روان تاوتریخوالی د نومبر په ۲۱مه وروسته له هغې پیل شو چې د موټرو پر یو کاروان باندې د وسله‌والو په برید کې ۵۲ تنه، چې اکثره یې شیعه‌ګان، ووژل شول.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه په تازه نښتو کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي‌ دي. که څه هم د نومبر په ۲۴مه د پاکستان د حکومتي چارواکو په منځګړتوب په سیمه کې د اوربند اعلان وشو خو عملي نه شو.

د پاکستان د نفوس لویه برخه سنيان دي خو شیعه ګان د خیبر پښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ کې لوی نفوس لري او دواړه خواوې له لسیزو راهیسې په نښتو کې اخته دي.

په دغو نښتو کې د روان عیسوي‌ کال د جولاۍ میاشتې راهیسې د دواړو خواو څخه لسګونه کسان وژل شوي دي. په کورمه کې د پاړه چنار قبایل له شیعه مذهب سره او د کوزې او برې او منځنۍ کورمې خلک بيا له سني مذهب سره تړاو لري. د دغو دواړو خواو ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وخت په وخت وسله‌والې نښتې شوي او وروسته په فرقه‌يي‌ تاوتریخوالي اوښتې دي.

د کورمې کمیشنر جاوید‌الله محسود وايي چې له قومي‌ مشرانو سره خبرې روانې دي ترڅو د اوربند ټینګولو ته لار هواره شي او زیاتوي چې سیمې ته امنیتي‌ ځواکونه هم استول شوي‌ دي.

د محسود په وینا په سیمه کې بېرته د انټرنټ او تیلیفون خدمتونه فعاله شوي دي. خو لا هم د پاړه چنار او پېښور ترمنځ غځېدلې لویه لاره بنده ده چې له امله یې په کورمه کې خلک د غذايي موادو،‌ سوند توکو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.

د کورمې یو قومي مشر میر افضل خان وايي چې تاوتریخوالي‌ د سیمې د خلکو د ژوند په ټولو برخو منفي اغیزې کړې دي. د هغه په وینا خلک تګ راتګ نشي کولی او د خوړو او درملو کموالي له ستونزو سره مخامخ کړي‌ دي.

د کورمې ایجنسي د خیبر پښتونخواه په ایالت کې موقعیت لري چې د تحریک طالبان پاکستان ډله هم پکې فعاله ده. د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې په دغه ایالت کې یې په جلا عملیاتو کې اته وسله‌وال مخالفین وژلي دي.