د هند پولیس وايي یو کس یې په دې تور نیولی چې ځان یې قاضي معرفي کړی و او په یوه خپلسرې محکمه کې یې د خلکو د جایدادونو او نورې لانجې د پیسو په بدل کې حل او فصل کولې.
د ځايي محکمې د اسنادو په اساس، موریس ماسیول کریسټین په لویدیځ ګجرات ایالت کې یو دفتر پرانیستی و او هغه یې داسې جوړ کړی و چې د محکمې په څېر ښکاره شي ترڅو خلک د خپلو لانجو د حل کولو لپاره ورته مراجعه وکړي.
کرسټین چې ۴۰ کلن دی، دا اونۍ په یوه ریښتینې محکمه کې حاضر کړل شو. د اینډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، پر هغه باندې په درواغو ځان د قاضي په توګه د معرفي کولو، فریبکارۍ او جنايي دسیسې جوړولو تورونه لګېدلي دي.
د فریبکارۍ دغه قضیه وروسته له هغه څرګنده شوه چې د احمداباد ښار یو اوسېدونکی د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ځمکې د معاملې په اړه یوې ریښتینې محکمې ته حاضر شو.
د احمداباد د ښاري محکمې قاضي جې ایل چووتیا په یو لیکلي امر کې ویلي: "هغه [کرسټین] جعلي محکمه جوړه کړې... ددغې محکمې فضا یې داسې تیاره کړې وه چې څارنوالان پکې وو او پخپله یې پکې ځان د قاضي په توګه معرفي کاوه... او داسې یې ښودله چې دا ریښتینې محکمه ده."
دا لومړی ځل ندی چې له قانون سره د کرسټین ټکر پیښیږي.
هغه په ۲۰۰۷ کې ځان د وکیل معرفي کولو په جرم درې میاشتي زنداني شوی و. د ګجرات د وکیلانو ایالتي ټولنه وايي چې کرسټین د حقوقو د زده کړې هیڅ سند نلري.