مدني فعالان: اسلام اباد کې لاهم افغان کډوال نیول کېږي

د افغان کډوالو نیولو دا لړۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د خپل رهبرد خوشې کولو لپاره د احتجاجي لاریون وروسته چې له امنیتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واویښت پیل شوې ده.(عکس ارشیف).

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مدني فعالان او خبریالان وايي، چې په دغه ښار کې د افغان کډوالو او پښتنو د نیولو لړۍ لاهم دوام لري. د دوی په وینا چې په تېرو دوو ورځو کې پولیسو له بېلا بېلو سیمو نږدې ۱۳۹ افغان کډوال نیولي دي.

دا نیونې تر هغه وروسته پیل شوې چې د نومبر پر ۲۴مه (لېندۍ ۴) د پاکستان تحریک انصاف له لوري د خپل رهبر عمران خان د راخوشې کولو لپاره احتجاجي لاریون له امنیتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واویښت.

یو شمیر افغان کډوال وايي، پولیس یې پر کورونو چاپې وهي چې له کبله یې په دوی کې ویره او ترهه زیاته شوې ده.

د اسلام اباد د ګولړه موړ په سیمه کې میشت یوه افغان کډوال له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل د چاپو له ویرې هره شپه له کوره بهر تېروي.

نوموړی زیاتوي چې څلور ورځې وړاندې یې پولیس کور ته ورغلي وو او یو ورور یې ترې بیولی دی: "پولیس راغلل، له ښځو او ماشومانو یې پوښتنې کولې او بد چلند یې کاوه. کله چې زموږ کسان تاڼې ته ورغلل نو له هغوی يې پيسې غوښتې."

د اسلام اباد وکیلانو او مدني فعالانو د ډسمبر پر پنځمه نېټه (لنېدۍ ۱۵) د افغان کډوالو او پښتنو د بې ځایه نیولو پرضد احتجاجي لاریون وکړ او د پاکستان له مرکزي حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې د بې ګناه پښتنو او افغان کډوالو نیونې دې ودروي.

د احتجاجي لاریون پر مهال یو وکیل اکرام الله وویل، چې دوی د پاکستان د دولت له لوري له پښتنو سره د ناروا چلند پرضد راوتلي دي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه: "ریاست چې کوم پښتانه نیولي دي، هغوی یې د ترهه ګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړي دي. هرچا چې کمیس پرتوګ اغوستي وو، هغه یې نیولي دي او په تاڼو کې یې بندیان کړي دي. دا د پاکستان د اساسي قانون ضد عمل دی."

په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له لوري د نیولو روانې لړۍ په ترڅ کې یو افغان خبریال رحیم معراج هم ګرفتار شوی وو چې وروسته د پاکستان او افغانستان خبریالانو اتحادیې راخوشې کړ.

د یادې اتحادیې مشر قمر یوسفزی وايي، په اسلام اباد ښار کې د افغانستان د خبریالانو او کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ دوام لري.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د ډسمبر پر څلورمه د اسلام اباد په جي نهه مرکز کې پولیس پر موټرسایکل سپاره ول او افغان کډوال يې نیول او د این او سي غوښتنه يې ترې کوله. "

بلخوا د خيبر پښتونخوا اعلی وزير د پاکستان له صدراعظم څخه غوښتنه کړې ده چې په پلازمېنه اسلام اباد کې دې د پښتنو مزدورانو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.

علي امين ګنډه پور د ډسمبر پر څلورمه شهباز شريف ته په استولي ليک کې له پښتنو سره د "نسلي یا توکمیزې توپیرپالنې" او د هغوی د "بې جوازه ګرفتاريو" په اړه اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي ویلي چې پښتانه وار له مخه جنګونو او ترهګرۍ ځپلي او د بې کورۍ په نتيجه کې اسلام اباد ته تللي چې زياتره يې هلته مزدوري کوي.

ګنډه پور په خپل ليک کې ويلي چې د پښتنو پرضد د اسلام اباد پوليسو روانې کړنې په ټولنه کې د "بېلتون او تقسيم خطر" زېږوي او د وفاق "يووالي" ته زيان رسوي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم په اسلام اباد د "عامو پښتنو" پر نيول کېدو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

کمیسیون د ډسمبر پر څلورمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې کې د اسلام اباد پر پولیسو غږ کړی دی چې له داسې هر ډول کړنو دې ډډه وکړي چې په هېواد کې د مېشتو بېلابېلو ټولنو ترمينځ "تفرقه" پیدا کوي.

د بشري حقونو فعالې او په اسلام اباد کې د نيول شويو کسانو وکيلې ايمان زینب مزارۍ هم د ډسمبر پر درېيمه پر خپله اېکس پاڼه ادعا کړې وه چې پوليس "توپيري چلند" کوي او د اسلام اباد په بېلا بېلو سيمو کې د پښتنو او افغان کډوالو پر کورونو او کارځايونو چاپې وهي او نیسي یې.

خو د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسنیو امنیتي حالاتو پرمهال دوی هېڅ سوله ییز پښتون نه دی نیولی. په بیان کې یې راغلي دي، "یوازې هغه کسان نیول شوي دي چې ګډوډي یې جوړوله. دا عملیات د یوه ځانګړي قوم یا سیمې پرضد نه دي. "

د نومبر پر ۲۶مه (لېندۍ ۶) په اسلام‌ اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د احتجاجي لاریون پر مهال د پاکستان کورنیو چارو وزير محسن نقوي او د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ په خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې له لاریون څخه یې افغان کډوال او داسې پښتانه نیولي دي چې په "تشدد" کې ښکېل ول.

خو ایمان مزارۍ وايي عدالتونو ته له وړاندې شويو نیول کسانو معلومېږي چې هغه افغانان او پښتانه د لاریون برخه نه ول، بلکې پولیسو له خپلو کارځایونو او کورونو څخه نیولي دي.

د تحريک انصاف غړو او پلویانو د ګوند د بنسټګر او پخواني صدراعظم عمران خان په امر په اسلام اباد کې احتجاج کاوه چې د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو یې پر ضد عمليات وکړل چې پکې يې يوشمير ونيول او نور يې له اسلام اباده یې وشړل.

د نومبر پر ۲۵مه د کورنيو چارو وزير محسن نقوي دعوه کړې وه چې د تحريک انصاف مظاهرچيانو له پولیسو سره اخ و ډب کړی چې پکې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي نو ځکه د سلګونو کسانو پر ضد مقدمې جوړې شوې دي.

خو د خیبر پښتونخوا په ایالتي په پارلمان کې د تحريک انصاف غړو د ډېسېمبر پر دويمه په بحث کې دعوه کړې وه چې د اسلام اباد د احتجاج په وخت له ۱۲ زيات کسان وژل شوي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا دعوه ردوي او ټینګار کوي چې پولیسو او امنیتي سرتېرو یوازې "ناوژونکې وسلې" کارولې دي.