د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان د افغانستان په شاوخوا کې د یو امنیتي کمربند د جوړولو د وړاندیز ملاتړ وکړ، تر څو له دغه هېواد څخه سیمې ته د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د سازمان سرمنشي سرګي لبیدیف د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم ۱۷) په مسکو کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې د دغه پلان پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د تاس خبري اژانس د لبیدیف له قوله راپور ورکړ: "د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو اجرائيوي کميټې د ډله ییز امینت تړون د سازمان له وړانديز څخه چې ددې سازمان د اړوندو څانګو د استازو يوه ګډه کاري ډله جوړه شي ملاتړ وکړ تر څو د افغانستان په شاوخوا کې د یو امنیتي کمربند د جوړولو لپلاره یو کډه پراخه طرحه جوړه کړي."
لیبیدیف هیله څرګنده کړه چې د دې ډلې کار به د "نړیوالو تروریستي سازمانونو، د مخدره توکو او وسلو قاچاق" د فعالیتونو په مهارولو او د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د کډو کټو د خپلواکو هیوادونو سازمان په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شو او غړي یې روسیه، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، ارمنستان، اذربایجان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او مالدووا دي.
د افغانستان سره په پوله د امنیتي کمربند د جوړولو پلان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا د دوشنبې په ښار کې د امنیتي تړون د سازمان په ځانګړې غونډه کې وړاندې شو. هغه وويل، چې له افغانستان څخه د امنيتي ګواښونو د زياتوالي له امله بايد د سيمې هېوادونه د افغانستان په شاوخوا کې "امنيتي کمربند" جوړ کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې همداشان راغلي چې د القاعدې شبکې څه کم لس لوړ پوړي مشران چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري په افغانستان کې میشت دي. په عین حال کې راپور په ډاګه کوي چې په افغانستان کې میشت د القاعدې مشران د سترو بریدونو د پلان کولو او ترسره کولو توان نلري.
افغانستان د ایران او پاکستان تر څنګ له اوزبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان سره چې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو غړي دي او د واخان په سیمه کې له چین سره لنډه پوله لري.
دا پداسې حال کې دي چې پاکستان د کلونو راهیسې د افغانستان د دیوال په جودولو بوخت و چې تر ډیره یې دا کا بشپړ کړی دی.
همداشان د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې لمریز کال تر نیمايي پورې به د افغانستان سره د ختیځ سرحد زیاته برخه د یو دیوال په واسطه وتړل شي.
مومني د نومبر په دوهمه (لړم ۱۲) د دغه هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال ددې اژانس سره په خبرو کې وویل چې افغانستان او پاکستان سره د دیوال د لارې د سرحد د بندولو لومړۍ برخه شاوخوا ۹۰ کیلومره ده چې د جوړولو چارې یې د روان لمریز کال د جوزا د میاشتې راهیسې پیل شوي دي.
د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د سازمان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماتیکې، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.