د چین حکومت ویلي دي چې د روان کال په وروستۍ میاشتې کې پاکستان ته ځواکونه استوي چې د ترهګرۍ په ضد ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي. دواړه هېوادونه په پنځو کلونو کې په لومړي ځل داسې تمرینات کوي.
د چین د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) وویل چې دا پوځي تمرینات د نومبر په وروستیو کې پیل کېږي او د ډسمبر تر نیمایي پورې به روان وي. بیجینګ وايي د دغو عملیاتو هدف د «ترهګرۍ ضد مشترکو عملیاتو لپاره د وړتیا لوړول» دي.
تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې په پاکستان کې په چینایانو باندې له بریدونو وروسته بیجنګ له اسلام څخه غوښتي وو چې د چین ځواکونو ته اجازه ورکړي په پاکستان کې د خپلو زرګونو کارګرو امنیت وساتي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تمرینات داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه هم زیات شوي او د اکثریت بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو په خپله غاړه اخیستی دی.
تېره میاشت په یو ځانمرګي برید کې دوه چینايي انجینران د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په ځانمرګي برید کې ووژل شول. د مارچ په میاشت کې هم د چینايي کارګرو په موټر باندې ځانمرګی برید وشو چې پنځه چینایان او د هغوی پاکستانی موټروان ووژل شول.
راپورونه وايي چې په پاکستان کې په چینایانو باندې د بریدونو له کبله بیجینګ پارېدلی دی او اسلام اباد یې مجبور کړی چې په هغه هېواد کې د چینايي اتباعو د امنیت د ګډ مدیریتي سیستم لپاره خبرو ته کیني، چینایان په پاکستان کې د «یو کمربند او یوه لار» د نوښت د برخې په توګه د «چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز» په پروژې کې په کار بوخت دي.
د پاکستان حکومت دا خبره نه مني چې ګنې چین د خپلو خلکو د امنیت لپاره په پاکستان باندې فشار راوړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره اونۍ وویل: «پاکستان او چین د ترهګرۍ سره د مبارزې او په پاکستان کې د چینایانو د امنیت په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې کوي او همکاري سره لري... په پاکستان کې د چین د پروژو، بنسټونو او اتباعو د امنیت د تامین لپاره له خپلو چینایي وروڼو سره کار روان ساتو.»
نوموړې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د کمزورتیا او اعتماد د خرابولو هڅې به بریالۍ نه نشي او دوواړه هېوادونه هم «د چین او پاکستان د ستراتېژیک مشارکت انحراف یا روایت ته اجازه نه» ورکوي.
په پاکستان کې د چین سفیر جیانګ زیدونګ په کراچۍ کې په چینایانو باندې له ځانمرګي برید وروسته په یوې غونډېکې په خبرو کې وویل چې دا بریدونه «د منلو نه دي» او پاکستان یې وهڅوه چې «د دا ډول ترهګریزو بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي، عاملان یې وپېژني، ویې نیسي او سزا ورکړي».
له دغو څرګندونو څخه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سفیر زیدونګ دا څرګندونې «ګډوډې» او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجود «دیپلوماتیک عرف» سره په ټکر کې وبللې.
چین او پاکستان په وروستي ځل په ۲۰۱۹ کال د ترهګرۍ ضد ګډ مشترک پوځي عملیات کړي وو.