د ایران، چین او روسیې بحري ځواکونه ګډ نظامي تمرینات کوي

د چین پوځ ویلي چې ټاکل شوې په همدې روانې اوونۍ کې د ایران او روسیې سره په ګډه د عمان په خلیج کې د بحري ځواکونو تمرینات وکړي.

د وزارت په اعلامیې کې چې دوشنبه مارچ ۱۱ (کب ۲۱) خپره شوې ویل شوي چې ټاکل شوې دا ګډ نظامي تمرینات د دوشنبې په ورځ پيل او د جمعې تر ورځې ادامه ولري.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې تمریناتو هدف په سمندر کې د همکارۍ لا قوي کول او په سیمې کې په ګډه د سمندري چارو امنیت ټینګول دي.

دې دریو واړو هیوادونو تیر کال هم په همدې سیمې کې دا شان نظامي تمرینات کړي و.

په عین حال کې بیا دایران دولتي خبري اژانس ارنا په یو راپور کې ویل شوي چې دا نظامي تمرینات به د سه شنبې په ورځ پیل شي چې د پاکستان، قزاقستان، آزربایجان، عمان، هند او جنوبي افریقا استازي به یې هم د لیدو لپاره ورشي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې نظامي تمریناتو هدف په سیمې کې د امنیت ټینګول او د برخې لرونکو هیوادونو تر منځ څو ملتیزه همکاري پراخول دي.

بیجنګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دې نظامي تمریناتو ته درې کښتۍ استوي چې د توغندیو تبا کوونکي، اکمالاتي او نورې پکې شاملې دي.

د روسیې په مطبوعاتو کې بیا د دې هیواد د دفاع وزرات په حوالې ویل شوي چې د نظامي تمریناتو عملي برخه به د عمان خلیج او عربو بحیرې کې وشي او دا یې هم ویلي چې د دې تمریناتو هدف د سمندر خوندیتوب سره مرسته کول دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په آرام سمندر کې د روسیې د بحري ځواکونو قطعې څخه جنګي او نورې کښتۍ د ایران چابهار بندر ته د دوشنبې په ورځ رسیدلي دي.

دا نظامي تمرینات داسې مهال کیږي چې په سیمې کې د غزې جګړې او په سرې بحیرې کې په کښتیو د ایران د ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو بریدونو له کبله په سیمې کې ستونزې ډیرې شویدي.

د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي تیره اوونۍ وویل چې دې ډلې د تیر کال اکټوبر ۱۹ مې نیټې راهیسې په کښتیو ۴۰۳ د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کړي چې ۶۱ کښتۍ پکې په نښه شویدي.

د حوثیانو دې مشر ژمنه کړې وه چې که په غزه کې د "وحشیانه او ظالمانه تیری بند نشي" د بریدونه به لا ډیر شي.

متحده ایالات په ایران تور لګوي چې د حوثیانو سره پدې بریدونو کې همکاري کوي.

د یمن لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټیم لینډرکنګ د فبروري په میاشت کې ویلي و چې په یمن کې ایراني او د لبنان حزب الله ډلې جاسوسان په نړیوالو کښتیو باندې بریدونو کې د حوثي یاغیانو سره مرسته کوي.

ښاغلي لینډرکینګ د متحده ایالات سنا یوې کمیټې په استماعیه غونډې کې وویل چې د "ایران ملایي دولت د حوثیانو بریدونو ته تجهیزات او آسانتیاوې ورکوي".

د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې د "اعتباري عامه راپورونو څخه معلومیږي چې د پام وړ شمیر ایراني او د لبنان حزب الله جاسوسان په یمن کې دننه د حوثیانو سره په بریدونو کې مرسته کوي".

د یمن لپاره د امریکا دې استازي وویل چې "تصور هم نشي کولی د یمن ولس پخپل هیواد کې ایرانیان غواړي" او زیاته یې کړه باید مخه یې ونیول شي.

د ایران حکومت بیا وایي چې حوثیان دا بریدونه د ایران د مرستې پرته په خپلواکه توګه کوي.

دا لومړی ځل ندی چې واشنګټن په سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو په بریدونو کې د ایران لاس لرلو په هکله څرګندونې کوي.

سپینې ماڼۍ تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ویلي چې ایران په سرې بحیرې کې په د حوثي یاغیانو لخوا په کښتیو د بریدونو په پلان جوړولو کې "په ژوره توګه" لاس لري او په کښتیو د برید کولو لپاره حوثي یاغیانو ته یې استخباراتي معلومات ورکول یې مهم نقش لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې آدرین واټسن په یوې اعلامیې کې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه چې حوثي یاغیانو یې د کولو ادعا کړې ویلي، "مونږ پوهیږو چې ایران د دې عملیاتو په پلان جوړلو کې په ژوره توګه لاس لري".

میرمن واټسن په اعلامیې کې ویلي چې ایران د پخوا راهیسې د حوثي یاغیانو سره د موادو مرستې کوي او په سیمې کې د هغوي "بې ثباته کوونکي کړنې هڅوي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا موضوع "نړیواله ستونزه ده او ټولیز عمل ته اړتیا لري.

خو ایران بیا د متحده ایالاتو لخوا پورې شوي تورونه رد کړي او وایي چې حوثیان دا بریدونه د ایران د مرستې پرته کوي.