جرمني ویلي په فرانسه کې د ښي اړخي ګوند په ماتې یې د 'ارام ساه' اخیستې

د جرمني‌صدراعظم اولاف شولتز او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) وویل چې د فرانسې د پارلماني ټاکنو په دوهم پړاو کې د ښي اړخو د ماتې له کبله یې "یو څه د ارام ساه" اخیستې ده.

اټکل شوی و چې ښي اړخي ښايي په دغو ټاکنو کې د پارلمان اکثره څوکۍ وګټي خو نتیجو وښودله چې د ښي اړخو ګوند درېیم مقام ګټلی دی. د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبستریټ په برلین کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال دغو نتیجو ته په اشارې سره وویل چې د صدراعظم اولاف شولتز ادارې له دې کبله "یو څه د ارامې ساه" اخیستې ده.

هیبسټریټ زیاته کړه: "موږ به له نږدې وڅارو... چې په دغو خورا حساسو شرایطو کې څنګه یو حکومت رامنځته کیږي."

د یکشنبې د ورځې د پارلماني ټاکنو د دویم پړاو پایلو وښودله چې هیڅ ګوند د حکومت جوړولو لپاره کافي رایې ندي ګټلي.

په نوي پارلمان کې د کیڼ اړخو ډلې زیاتې څوکۍ ګټلي دي خو تراوسه یې پرېکړه نده کړې چې څوک د صدراعظم په توګه ونوموي.

هیبسټریټ وویل چې شولتز به دا اونۍ په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې "بې له شکه فرصت ولري چې د خپل ملګري فرانسوي ولسمشر سره د وضعیت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړي."

د فرانسې د پارلماني ټاکنو د دوهم پړاو وړاندې شولتز ویلي و چې د ښي اړخو احتمالي بریا د "اندیښنې" وړ ده.

شولتز د چهارشنبې په ورځ د خپل مرکزي کیڼ اړخي سوسیال دموکراتیک ګوند یوې غونډې ته وویل چې هغه "په فرانسه کې د ټولو هغو دموکراتانو" سره ولاړ دی چې د ښي اړخي ایتلاف په مشرۍ د حکومت رامنځته کیدو په وړاندې مبارزه کوي.

بل خوا، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دوشنبې په ورځ له صدراعظم ګابریل اتل څخه وغوښتل چې "د اوس لپاره د هیواد د ثبات د ساتلو په خاطر" پر خپلې دندې پاتې شي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، مکرون دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې اتل د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه خپله استعفا وړاندې کړه.

د ولسمشرۍ د دفتر د بیان له مخې، مکرون همدارنګه له اتل څخه د اروپايي پارلمان او د فرانسې د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې د منځلاري ګوند د انتخاباتي مبارزو د رهبري کولو له امله مننه وکړه.

د ټاکنو د پایلو له مخې، د ولسمشر امانویل مکرون منځلاری ګوند دوهم او د ښي اړخو ګوند درېیم ځای ګټلی دی.

له ټاکنو وړاندې نظرپوښتنو اټکل کاوه چې ښي اړخي کیدای شي لومړی ځای وګټي، او دا وېره یې رامنځته کړې وه چې د ښي اړخو له خوا د اروپايي اتحادیې د یو مهم غړي هېواد کنترول کیدای شي په اتحادیه کې د مهاجرت ضد احساسات وپاروي.