په جګړې کې ښکیلو اړخونو ته د امریکا او قطر خبردرای : د غزې اوربند خبرې مه کمزورې کوئ

آرشیف

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني چارشنبه اګست ۱۴ ( زمري ۲۴) د غزې په جګړې کې ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د اوربند خبرې دې نه کمزورې کوي.

ټاکل شوې چې دا خبرې په قطر کې پیل شي .

د امریکا او قطر جګپوړو چارواکو دا څرګندونې په ټیلیفوني خبرو کړي او سره لدې چې د کوم هیواد یا ډلې نوم یې ندی اخیستې خو داسې معلومیږي چې هدف یې ایران، اسرائیل او د حماس ډله ده.

د امریکا د بهرینو چارو وزارت ددې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بلینکن او ښاغلي الثاني وویل، "په سیمې کې هیڅ اړخ باید داسې اقدام ونکړي چې موافقې ته د رسیدو هڅې کمزورې کړي".

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې له یوې خوا په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژل کیدو له کبله ایراني چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې په اسرائیل به د غچ اخیستو په خاطر برید کوي.

د ایران همدې خبرداریو له کبله ، متحده ایالاتو منځني ختیځ ته نورې جنګې کښتۍ ، په رهبري شویو توغندیو سمبال اوبتل او جنګي جیټ الوتکې واستولې چې پنټاګان ویلي د اوبتل استولو هدف ایران ته پیغام ورکول دي.

د متحده ایالاتو په ګډون د څو اروپایي هیوادونو مشرانو له ایران غوښتي چې په اسر ائیل له برید څخه تیر شي خو د ایران نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان تیره ورځ وویل چې د تیري ځواب ورکول یې حق دی.

امریکا او نړۍ پدې هم ناراضه ده چې د اسرائیل د حکومت یو جګپوړي چارواکي تیره ورځ د الاقصی په جومات کې لمونځ وکړ. امریکا دا کړنه پارونکي بللې او له اسرائیل یې غوښتي چې د بیا تکراریدو مخه یې ونیسي. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو هم پدې کار ناخوښي څرګنده کړې.