مککال بلینکن ته: له افغانستان څخه د امریکا وتلو نړۍ ته اور واچوه

مایکل مککال د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیواړیکو دکمېټې مشر.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) د متحدو ایالتونو د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمیټې ته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه ګواهي ورکړه.

دا د بلینکن وروستی ځل بلل کېږي، چې د دې کمېټې استماعیه غونډې ته حاضرېږي او په دې مسئلې کې د جو بایډن حکومت د پرېکړې په اړه پوښتنې ځوابوي.

دا استماعیه غونډه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د بلینکن د دندې په وروستیو ورځو کې وشوه. همدغه راز د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال کاري دورې ختمېدو ته هم څو اونۍ پاتې. بله میاشت د جنورۍ په شلمه نېټه ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه کار پيلوي.

مککال ددې استماعیه غونډې په پيل کې وویل: "دا ویجاړونکې پېښه [له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل] د ناکامې بهرنۍ تګلارې پیل و، چې نړۍ ته یې اور واچوه."

هغه انتوني بلینکن ته په اشارې وویل چې د ګواهۍ ورکولو بهیر ته د هغه راتګ ته ښه راغلاست وايي او "هیله لرم چې تاسو له دغه فرصت څخه په استفادې سره د ګډوډو وتلو په اړه حساب ورکړئ".

بیلنکن د بهرنیو اړیکو دغې کميټې ته د خپلو خبرو په پیل کې د هغوو امريکايي عسکرو له کورنيو څخه، چې د وتلو د ماموریت په مهال په کابل کې په یو ځانمرګي برید ووژل شول، بخښنه وغوښتله. هغه چې بخښنه غوښتله په تالار کې یو شمېر ناستو کسانو او اعتراض کوونکو د "نسل وژنې" نارې وهلې او د بلینکن د ګواهي ورکولو بهیر یې څو ځلې ګډوډ کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له افغانستان څخه د امریکا وتلو د دې فرصت برابر کړ چې واشنګټن په چین او روسیې باندې د تمرکز کولو تر څنګ نورو ننګونو ته هم پام واړوي. هغه د جمهوري غوښتونکو دا نیوکه هم رد کړه چې ګواکې د افغانستان څخه د امریکا وتل "یو ناورین" و او ګنې په نړیواله کچه یې د امریکا اعتبار ته زیان رسولی دی.

بلینکن یو ځل بیا له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د وتلو د پرېګړې دفاع وکړه او ویې ویل چې د وتلو تړون د ډونالډ ټرمپ په تېر حکومت کې له طالبانو سره لاسلیک شوی و او د بایډن حکومت ته بله لاره نه پاتې نه وه.

بلینکن وویل چې "ولسمشر بایډن یو انتخاب درلوده: د جګړې ختمول او یا یې پراخول". هغه زیاته کړه، "که هغه د مخکني ولسمشر په ژمنه عمل نه وای کړی، نو زموږ پر ځواکونو او متحدینو باندې به بریدونه بیا پیل شوي وای او [د افغانستان] پر لویو ښارونو به د طالبانو بریدونه زیات شوي وای."

مککال او یو شمېرو نورو امریکایي قانون جوړوونکو له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې د بایډن حکومت "بیکاره" او "ناچمتو" وباله. امریکایي قانون جوړونکي براین مست، چې په نوي تقنیني دورې کې به د دغې کمېټې مشر وي، بلینکن ته وویل چې له افغانستان څخه وتل «یو ناورین» و.

بلینکن د بایډن خبرې تکرارې کړې او ویې ویل چې متحدو ایالتونو نه انګېرله چې د اشرف غني حکومت به دومره ژر نسکور شي. هغه وویل: «موږ وړاندوینه کړې وه، چې کابل به یو کال د افغانستان د حکومت په لاس کې وي... وضعیت تر هغه ډېر ژر چې موږ او زموږ استخباراتو یې وړاندوینه کړې وه، بدل شو.»

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ومنله چې له طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون د غني د حکومت اعتبار او د افغان ځواکونو روحیه زیانمن کړل.

بلینکن د افغانستان د جګړې د اروزنې راپور ته په اشارې، چې ټاکل شوې په ۲۰۲۶ کال کې خپور شي، وویل چې دا راپور به د ۲۰۲۱ کال د دوبي د ناورین زېږوونکو پېښو په اړه یو غوره لیدلوری وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه، چې بلینکن د سپتمبر په ۲۴مه نېټه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شوی وای، خو حاضر نه شو او جمهوریت غوښتونکو استازو د هغه نه ورتګ «کانګرس ته سپکاوی» وګڼه.

له افغانستان څخه د وتلو په اړه د تحقیقاتو له پیل راهېسې بلینکن ۱۴ ځلې ګواهي ورکړې ده، چې څلور ځلې یې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وه. خو مککال وویل چې د هغه په مشرۍ کې بلینکن یو ځل هم دغې کمېتې ته ګواهي نه ده ورکړې.

د بهرنیو اړیکو دغې کمېتې د سپتمبر په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه یو راپور خپور کړ، چې د ستونزو پړه یې د بایډن په حکومت باندې اچولې وه او په دې کې یې د ډونالډ ټرمپ ونډه کمه ښودلې وه.

خو د دغه راپور له خپرېدو څخه څو ورځې وروسته بایډن د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډې کې په خپلو خبرو کې وویل: «دا یوه سخته خو سمه پرېکړه وه. د امریکا څلور ولسمشران له دغې پرېکړې سره مخامخ شوي وو. خو زه هوډمن وم چې پنځم ولسمشر ته به یې نه پرېږدم.»

په دغه مطبل کې د اسوشیتډپرس اژانس راپور معلومات کارول شوي.