امریکا او اوکراین لس کلن دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ

جوبایډن او ولادمیر زیلینسکي امنیتي‌ تړون لاسلیک کوي

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ (جوزا ۲۴) د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره لس کلن دوه اړخیز امنیتي‌ تړون لاسلیک کړ.

د اوکراین ولسمشر د دغه تړون لاسلیک کېدل له روسیې سره په روانې جګړې کې د خپل هېواد لپاره تاریخي ‌وګڼل. د تړون په اساس، متحده ایالتونه به د راتلونکې یوې لسیزې لپاره اوکراین ته یو لړ پوځي مرستې برابروي او زیلینسکي‌ دا تړون په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو پل هم وباله.

د تړون په متن کې راغلي دي چې په تړون کې د امنیت په اړه د مرتبطو ژمنو هدف «په نننۍ جګړې کې د اوکراین د بري د هڅو ننګه او په اینده کې د روسیې د پوځي یرغل مخنیوی» دی.

په دغه امنیتي تړون کې ویل شوي‌ دي چې په اینده کې به د روسیې له هر وسله وال برید څخه وروسته امریکا او اوکراین په ۲۴ ساعتونو کې دننه «په لوړه کچه» مشوره کوي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، په تړون کې ژمنه شوې ده چې د اوکراین له پوځ سره به د هغوی د روزنې او جوړېدو او داخلي وسله وال صنعت کې په برخو همکاري کېږي.

زیلینسکي وویل: «نن یوه رښتیني تاریخي ورځ ده. زموږ امنیتي‌ تړون د ناټو غړیتوب ته یو پل دی.»

دا مطلب هم ولولئ

امریکا او جرمني اوکراین ته اجازه ورکړه چې د دوی له خوا چمتو شوې وسلې د روسیې پر ضد وکاروي

تر دې مخکې امریکا ویلي وو چې اوکراین په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره باید یوه لار ولري، خو دا خبره یې هم کړې وه چې تر څو پورې چې له روسیې سره په جګړې کې وې، دا کار نا ممکن دی.

د تړون په اړه د امریکا د حکومت یوه ضمیمه شوې اعلامیه وايي چې « متحدو ایالتونو له اوکراین سره زموږ د نن او اینده د قوي همکاریو په اړه یو قوي پیغام» انتقالوي.

جاپان هم له اوکراین سره همداسې یو تړون لاسلیک کړ. اوکراین په تېر یو کال کې له خپلو لویدیځو ایتلافیانو سره دا ډول حد اقل ۱۵ تړونونه لاسلیک کړي دي.

دا تړون په ایټالیا کې د جي-۷ هېوادونو له هغې پرېکړې څخه وروسته لاسلیک شو، چې په اساس به یې د روسیې د ګنګل شویو پېسو د ګتو څخه به اوکراین ته ۵۰ میلیارد ډالر پور برابرېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې هغوی په جي-۷ کې په ډله ایز‌ ډول لوی ګامونه واخیستل چې د روسیې ولسمشر ته وښيي دوی انتظار نه کوي چې کومه بده پېښه وشي او بیا یې په اړه اقدام وکړي.

په ایټالیا کې د جي-۷ هېوادونو د غونډې هدف له اوکراین سره مرسته کول ښودل شوي.

څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا خبرداری وکړی چې باید د روسیې ګنګل شویو شتمنیو څخه کار وانخیستل شي او که دا کار وشي له جدي غبرګون او حقوقي عواقبو سره به مخامخ شي.