بایډن د غزې د اوربند په اړه په نتنیاهو فشار راوړی؛ مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی

نتنیاهو څه موده مخکې واشنګټن ته راغلی و

په داسې حال کې چې د غزې د سولې خبرې ټکنۍ شوې، د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسرائیل په صدر اعظم بینیامین نتنیاهو باندې فشار راوړی چې له حماس سره په اوربند کې توافق ته ورسېږي.

د دواړو هېوادونو مشرانو له هغه څو ساعته وروسته خبرې وکړې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوربند په اړه منځني ختیځ ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورسوه او بېرته واشنګټن ته راستون شو.

جوبایډن د جهارشنبې په ورځ اګست ۲۱ (سنبله لومړی) د خپل ایکس په رسمي حساب کې لیکلي چې «موږ دا خبره واضحه کړه چې باید د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون معامله ختمه کړو او د قاهره په راتلونکو مذاکراتو مو بحث وکړ چې پاتې خنډونه لېرې» کړو.

نوموړي‌ همدغه راز د اسرائيل صدراعظم ته «د ایران او د هغه د نیابتي ترهګرو ډلو د ګواښونو په وړاندې د اسرائيل د دفاع په اړه د متحدو ایالتونو د هڅو» په اړه معلومات ورکړل.

سپینې ماڼۍ په یوې جلا اعلامیې کې ویلي دي چې ولسمشر اوربند ته د رسېدو «په اړتیا ټېنګار» کړی دی. په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دغو تیلیفوني خبرو کې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس هم وه.

متحده ایالتونه، مصر او قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ د خبرو منځکړتوب کوي. د «Axios» رسنۍ راپور ورکړی چې ولسمشر بایډن نتنیاهو ته ویلي وو چې په خبرو کې نرمي وښيي. دغې رسنۍ همدغه راز ویلي دي چې د امریکا ولسمشر به د اسرائیل لپاره د فیلادیلفي دهلیز د کنترول په غوښتنې تمرکز کوي، دا سرحد د غزې او مصر ترمنځ دی چې اسرائيل له حماس څخه نیولی دی.

اسرائيل وايي چې حماس د وسلو د انتقال لپاره له تونلونو څخه کار اخلي. بایډن په اسرائيل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته د اسرائيل کلکه ننګه کړې او پوځي مرستې یې ورسره کړې چې د نتنیاهو په وینا هدف یې د حماس ډلې ختمول دي.

خو د امریکا او د اسرائيل د مشرانو ترمنځ روابط څه ناڅه کړکیچن شوي دي، بایډن له اسرائيل څخه غواړي د ولسي تلفاتو مخه ونیسي.

د اسرائيل مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې ۱۱۹۹ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې بیا تر دې دمه د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا د مقاماتو په وینا ۴۰۲۲۳ کسان وژل شوي، دوی د ولسي او پوځي خلکو ارقام نه دي ښودلي.

د حماس ډلې همدغه راز ۲۵۱ کسان هم یرغمل ونیول چې لا یې هم ۱۰۵ تنه په غزې کې ساتل کېږي، د اسرائيل پوځ وايي ۳۴ یرغمل مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي چې اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.