په اذربایجان کې د ټاکنو کمېسیون نن دوشنبه سپتمبر دویمه (وږي ۱۲) اعلان وکړ چې د ولسمشر الهام علیوف واکمن ګوند پارلماني انتخابات ګټلي دي، خو اپوزیسیون وايي په ټاکنو کې سرغړونې شوې دي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس د نومبر په میاشت کې په اذربایجان کې وشي، حکومت له همدې کبله پارلماني انتخابات له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې وکړل.
د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ولسمشر علیوف د اذربایجان یني ګوند د پارلمان د ۱۲۵ څوکیو څخه ۶۸ ګټلې دي.
خپلواکو کاندیدانو ۴۵ څوکۍ ګټلې دي او نورو سیاسي ګوندونو، چې باور کېږي حکومت پلوي دي، نهه څوکۍ خپلې کړې دي.
د جمهوري الټرناټیف ګوند د حکومت یوازینی مخالف سیاسي ګوند دی چې په ټاکنو کې یې یوه څوکۍ ګټلې ده.
بل مخالف ګوند مساوات ویلي دي چې د یو رایه ورکوونکي له لوري د دوه ځلې رایې ورکوونې په ګډون په ټاکنو کې «لویې سرغړونې» شوې.
په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي دي چې په دغو ټاکنو کې رایه ورکوونکو ته واقعي سیاسي بدیل وړاندې شوی نه و او ټاکنې په یو داسې قانوني چوکاټ کې شوي چې له حده زیاته یې اساسي او د رسنیو ازادي محدوده کړې. څارونکي وايي اندېښنه لري چې رایه ورکوونکو به د ډار په فضا کې رایه ورکړې وي او په داسې حال کې یې رایه ورکړې چې په زړه کې یې ویره وه.
دغه سازمان وايي چې په اذربایجان کې د خبریالانو او مدني فعالانو نیول زیات شوي او سانسور هم زیات دی چې د خپلواک ژورنالیزم د کار ساحه یې محدوده کړې ده.
نړیوالو څارونکو د علیوف په واکمنۍ کې په تېرو دوو لسیزو په اذربایجان کې هېڅ ټاکنې شفافې او عادلانه نه دي بللي.
لویدیځ په باکو باندې د سیاسي مخالفانو د نیولو او خپلواکو رسنیو د محدود کولو له کبله سختې نیوکې کوي.
دوه شپیته کلن علیوف په ۲۰۰۳ کال کې د خپل پلار له مړینې راهېسې په اذربایجان کې واکمن دی. اذربایجان د تیلو او ګازو له پلوه یو غني هېواد بلل کېږي.
د ارمنستان په بیلتون غوښتونکو باندې د اذربایجان د پوځ د بري له کبله علیوف په خپل هېواد کې محبوبیت لري. د اذربایجان پوځ د ناګورنو-قره باغ سیمه له درې لسیزې وروسته ونیوله. په دې سیمې کې څه باندې ۱۰۰زره ارمنستانیان اوسېدل چې د اذربایجان له پوځي یرغل وروسته ټول ارمنستان ته وتښتېدل.
له دې هر څه سره سره، په اذربایجان کې ټول واکونه له ولسمشر سره وي او پارلمان په چارو کې محدود واک لري.