بشري حقونو بنسټونه: افغانستان کې د ځواب ویلو یو قوي او خپلواک نړیوال میکانیزم ته اړتیا ده

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سر غړونو پر واندې ځواب ویلو یو قوي او خپلواک نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو افغانستان کې د بشري حقونو د سر غړونو پر وړاندې د ځواب ویلو د یو قوي او خپلواک نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

د دایکنډي اوغور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې پر هزاره توکمو ملکي وګړو د تیرې پنجشنبې د ورځې وسله وال برید ته چې د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیواله کچه غندل شوی د غبرګونو په دوام د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په جلا غبرګونونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د حساب ورکوونې د یو نړیوال میکانیزم رامنځ ته کیدو او د هزاره توکمو د ساتنې لپاره د اقداماتوغوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د شنبې په ورځ ناوخته سپټمبر۱۴(وږي ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې په ملکي وګړو باندې دغه برید په سختو ټکو د غندنې ترڅنګ ددې پیښې د قربانیانو د کورنیو سره هم خواخوږي ښودلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د وسله والو دغه بې عاطفې برید چې مسوولیت یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" په غاړه اخیستی، د ۲۰۱۵ کال راهیسې د هزاره توکمو په ټولنه او د هغوی په عبادت ځایونو، ښوونځیو، روغتونونو، پر سړکونو او د افغانستان په نوروعامو ځایونو کې د عمدي او سیستماتیکو بریدونو پراخه بیلګې دي.

طالبانو ویلي چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د داعش د وسله والو په برید کې د دایکنډي ولایت ۱۴ اوسیدونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې دا پیښه د پنجنشبې د ورځې ماسپښین مهال سپټمبر۱۲ (وږي ۲۲) د غوراو دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونو کې ویل شوي چې ددې پیښې ټول قربانیان د هزاره قوم د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر د ولسوالۍ اوسیدونکي وو اوهغوی هغه مهال د وسله والو کسانو له خوا په یوبرید کې ووژل شو چې په عراق کې د شیعه ګانو د اربعین په مراسمو کې له ګډون وروسته د یو شمیر ګډون کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولایت ته تللي وو.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په بیړني ډول د قانون منګلو ته ددې برید د عاملینو د سپارلو او په راتلوونکې کې د نورو دغسې پیښو څخه د هزاره توکمو د خونديتوب او ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي: "د هزاره ملکي وګړو وروستۍ وژنه تراوسه په افغانستان کې د معافیت د بیې پرې کولو یوه بله وحشتناکه یادونه ده او هم د نړیوالو قوانینو لاندې په دغه هیواد کې د نړیوالې ټولنې له خوا د حساب ورکولو د یو قوي او خپلواکه نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د کار اړتیا په ګوته کوي چې د بشري حقونو پراخه سرغړونو او جنایتونو ته ځواب ووايي".

په عین وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) هم د جمعې په ورځ سپټمبر۱۳(وږي۲۳) په یو راپور کې په افغانستان کې د هزاره توکمو وګړو د خوندیتوب او ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "هغه هیوادونه چې طالبانو سره په تعامل کې دي باید چې ددغو ټولنو په ښه ډول د ساتنې غوښتنه وکړي او په افغانستان کې ترسره شویو نړیوالو جنایتونو پر وړاندې د حساب ویلو لپاره د میکانیزم څخه ملاتړ وهڅوي".

د بشري حقونو د څار د سازمان په دې راپور کې د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) د څارنوال د دفتر له خوا په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" له خوا ترسره شویو جنایتونو ته محدودې شوې پلټنو یادونه شوې او ویل شوي چې هیوادونه باید ددغه دفتر له خوا ددغو پلټنو لپاره اړین مالي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ برابر کړي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې همدا مهال په ژنیو کې غونډې کوي د دغو او نورو سختو سړغړونو پر وړاندې د حساب ورکونې د بهیر د پرمختګ لپاره افغانستان کې د یو هراړخیزنړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره باید چې د بشري حقونو افغان او نړیوالو بنسټونو غوښتونو ته د پاملرنه وکړي.

دغه سازمان ویلي په یو داسې هیواد کې چې له تیرو څلورو لیسزو راهیسې د سختو سرغړونو مرتکبین د معافیت څخه برخمن دي ددې پیښې قربانیان او د قربانیانو کورنۍ عدالت ته د لاس رسي په هڅه کې ملاتړ ته اړتیا لري.