د پښتون تحفظ تحریک غړي او ملاتړي عالمزیب محسود د هغو کسانو په اړه معلومات راټول کړي چې په وزیرستان کې په خښو شوو ماینونو کې وژل او یا زخمي شوي وي
په کراچۍ کې د پي ټي ایم د نقیب محسود د تلین په مناسبت د یوې احتجاجي غونډې نه وروسته پولیسو د تحریک ځینې غړي ونیول چې یو یې پکې عالمزیب محسود و.
عالمزیب د پي ټي ایم یو د هغو ٢٢ اساس ایښودونکو غړیو نه دی چې یو کال مخکې یې د نقیب محسود د قتل ضد د منظور پښتین سره یوې ځاې د ډیره اسماعیل خان نه په احتجاجي لاریون کې برخه اخیستې وه.
دغه لاریون اسلام اباد ته د رسیدو نه وروسته احتجاجي غونډه وکړه چې د پي ټي ایم اساس یې کیښود.
د پیښور یو خبریال چې نه غواړي نوم څرگند کړي، امریکاغږ ته وویل چې عالمزیب محسود د هغو لادرکه کسانو نومونو لسټونه جوړول چې په استخباراتي ادارو یې د لادرکه کولو تورونه لگیدلی دي.
عالمزیب محسود په خپل ټویټر د هغه کسانو په اړه هم پوره معلومات شریک کړیدي چې د ماینونو قرباني شویدي.
A thread documenting the victims of Landmines blasts in FATA. Clearing of landmines in FATA is one of the demands of PTM & #PashtunLongMarch and there is very little or no progress in this regard despite repeated pleas from @manzoorpashteen & PTM. #ClearLandMinesInFATA
— AlamZaib Khan Mahsud (@AlamZaibPK) November 5, 2018
دا لمړی ځل ندی چې په پاکستان کې د پي ټي ایم غړي نیول کیږي او په اړه یې کورنۍ ته هیڅ معلومات نه ورکول کیږي چې دوي په کوم ځاې کې په توقیف کې ساتل کیږي.
د عالمزیب محسود په اړه د تحریک ځینو طرفدارانو ویلي دی چې د ماینونو د قربانیو په اړه د معلوماتو راټولولو او خپرولو له کبله په نښه شویدی.
د ټولنیزو رسنیو فعال سلیم خان د عالمزیب محسود په اړه په خپل یو ټویټ کې ولیکل چې "د پاکستان ټولې رسنۍ یوې خوا ته او بلې خوا ته د عالمزیب محسود د ماینونو پاکولو په اړه دغه کار، هغه د ماینونو د قرباني شوو کسانو په اړه پوره معلومات راټول کړیدي."
Whole mainstream media of Pakistan on one side & Alamzeb Mehsud on the other. His work on documenting missing persons & this thread where he made a case for #ClearLandMinesInFATA (*contain some graphic photos) by documenting victims of landmines. #ReleaseAlamZaib https://t.co/tRuCXHsqxc
— Saleem (@memzarma) January 21, 2019
د وزیرستان نه د پارلمان غړي محسن داوړ امریکاغږ ته وویل چې د عالمزیب خلاف د کراچۍ د جلسې له کبله دعوی وشوه. هغه وویل مونږ د پاکستان حکومت له د یوې ورځې مهلت ورکړیدی چې هغه دې خوشی کړي گونی سخت احتجانونه به پیل شي.
د پښتون تحفظ تحریک د سخت احتجاج نه وروسته د سند ایالت حکومتي گوند مشر بلاول ویلي چې خپل وزیران یې د محسود لیدو ته استولي دي او دغه مسله څاري.
د عالمزیب محسود د نیول کیدو وروسته د بخښنې نړیوالې ټولنې دغه عمل وغندو او د هغه د خوشي کیدو غوښتنه یې وکړه:
Alamzaib was picked up from Karachi earlier today. Other PTM activists with him were allegedly beaten up. Freedom of peaceful assembly must be protected. Activists must never be attacked. #ReleaseAlamZaib #Pakistan
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) January 21, 2019
"مونږ د عالمزیب محسود د لادرکه کیدو رپورټونو اندیښمن کړي یو. د هغه د ځاې په اړه دی ژر تر ژره معلومات شریک کړی شي. هغه دې محکمې ته وړاندی کړی شي او یا دی سمدستي ازاد کړل شي."
د تحریک مشرانو د پاکستان ریاستي ادارو ته خبرداری ورکړیدی چې ښاغلی محسود او نور ملگري دې ژر ازاد کړل شي گوني د هغوي سخت احتجاج ته تیار شي.