د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: د چا رنگ، نسل نه بلکه کردار د انسانیت معیار ټاکي


د پښتون تحفظ تحریک د وروستۍ غونډې نه وروسته یو شمیر کسانو د تحریک په ځینو غړیو له دې کبله انتقادونه پیل کړیدي چې پخپلو ویناو کې یې داسي ټکې استعمال کړیدي چې تعصب څرگندوي

د تحریک مشر منظور پښتین د امریکاغږ ته ویلي دي چې هغوي هیڅ څوک له دی کبله بد یا ښه نه گڼي چې نسل یې څه دی. هغه زیاته کړه "د یو څو کسانو لخوا د بدو ټکو کارولو له کبله باید پي ټي ایم ته بد نوم ورنکړل شي. ما مدام دا ویلي دي چې د یو مذهب او یو نسل سره دې هم ظلم و نه شي. هر کس ته دې د انسانیت په حدونو کې د خپلې خوښې د ژوند حق ورکړل شي."

پښتین ویل چې پنجاب ته دې خدای نوره هم ورکړي خو زمونږ په حق دې لاس نه اچوي.

د پښتون تحفظ تح‏ریک د تیر یو کال په مودې کې د پښتنو نه علاوه هم ډیر پلویان پیدا کړیدي چې پکې د پاکستان د نورو قومونو خلک شامل دي.

د تحریک د ځینو غړیو لخوا د "تورمخی او یا کالیا" ټکي استعمالول، که یوې خوا ته د تح‏ریک پنجابي طرفداران ناراضه کړیدي نو له بلې خوا ته ځینې پښتنو هم پدی نیوکې کړیدي.

د ټولنیزو رسنیو یوې فعالې نتاشه په خپل ټویټر د تحریک د یو غړي خان زمان کاکړ خبرو ته په اشاره ولیکل:

"زه نه پوهیږم چې پي ټي ایم ولې د کالیا لفظ او پنجابیانو ته د کنځلو کارولو اجازه ورکوي. داسي هم نه ده چې چا ورته دا نه وي ویلي چې دا پارونکي دي نو بیا دوي ولې دا ټکي استعمالوي. ایا د دوي پیغام ته د دې کنځلو ضرورت شته؟"

خان زمان کاکړ دغه ټویټ ته څه داسې ځواب ورکړ:

"زما ملگري علي وزیر دا جالب او مکمل لفظ 'کالیا' را پیژندلی دی. د پي ټي ایم غړي او پلویان دغه لفظ د خپل سیاسي مخالف لپاره کاروي. مونږ په پښتو کې د کلونو راهیسې د 'تورمخي' لفظ استعمالوو . علي دیته د اردو ټکې راپیدا کړیدی"

د پي ټي ایم طرفداره او د سیاسي چارو کار پوه ډاکټر تقي هم دغه عمل غندلی دی. هغه په خپل ټویټر ولیکل: "دوي ته دا احساس نه کیږي چې د نژادي تبعیض هیڅ گټه نشته."

ځینیوکسانو بیا دا هم وویل چې بی شکه د پي ټي ایم د غړیو د دا ډول ټکو کارول ښه نه دي خو په پنجاب کې د ډیر وخت راهیسې د پښتنو ضد هم دغه ډول رویه کیږي.

خبریال عمیر جاوید لیکي:

"کنځل کول بی گټې دي او خلک د ناخوښۍ د څرگندولو حق لري.خو د پي ټي ایم د نژادي توپیر د ټکې د کارولو نه لوی غر جوړول احمقانه دي ځکه دا په عادي پنجابیانو هیڅ اثر نه لري."

د تحریک یو اساس ایښودونکی غړی علي وزیر چې د کورنۍ یولس غړي یې د ترهگرۍ ضد د جگړې قرباني شویدي، د ډیر پخوا راهیسې د خپل مخالفینو لپاره د "کالیا" ټکې استمالوي خو کله چې امریکاغږ د هغه نه پدی اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې د کالیا نه هدف یې د پنجابي تور پوستکې ته اشاره نه خو دا د هند د یو فلم ډایلاگ دی چې د ولن یا دښمن لپاره کارول کیده نو ځکه یې دی کاروي.

د بشري حقونو فعال محمد سلیم په خپل فیس بک لیکي:

"پښتنو ته نده پکار چې متعصیانه ټکي یعني کالیا یا تورمخي استعمال کړي. ځکه چې دا د عدالت په لټه کې زمونږ مرسته نه کوي. زمونږ د پوست رنگ رمونږ لپاره د ویاړ خبره نه ده."

محمد سلیم زیاته کړه چې د داسي الفاظو کارول مخالفینو ته نه خو پښتنو ته پخپله تاوان رسوي.

د پي ټي ایم محسن داوړ امریکاغږ ته وویل:"دا د پي ټي ایم بیانیه نه ده. مونږ هیڅ کله هم د تعصب نه کار نه اخلو. مونږ د تشدد او ظلم خلاف تح‏ریک پیل کړیدی. چې څوک هم دا کاروي خو دا د پي ټي ایم بیانیه نه ده."

د پښتون ژغورنې تحریک ځیني غړي په خپلو ویناگانو کې د پښتنو ضد نژادي تبعیض باندې هم نیوکي کوي خو د چارو کار پوهان وایي چې د تعصب ځواب باید تعصب نه وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG