د لاس رسي وړ اتصالات

"طالبان د پښتون ژغورنې د تح‏ریک ضد مه کاروئ"


"طالبان د پښتون ژغورنې د تح‏ریک ضد مه کاروئ" دا هغه هیش ټیگ دی چې د واڼا د پیښې نه وروسته د پښتون ژغورنې تحریک ملاتړو په ټویټر پېل کړیدی. په دغه هیش ټیگ کې د څلویښتو زرو نه زیات ټویټونه شویدي او دغه لړۍ لا روانه ده.


د وزیرستان د واڼا په سیمې کې د یکشنبې د ورځې د پیښې نه وروسته چې پکې درې تنه وژل شوي او په لسگونو زخمیان دي، د منظور پښتین په غوښتنه په بیلا بیلو سیمو کې احتجاجونه پیل شویدي او په ټویټر د 'طالبان د پښتون ژعورنې د تحریک ضد کارول پریږدئ' هیش ټیگ پیل شوی.

منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو کې د پاکستان په پوځ تور ولگاوه چې پوځ او طالبانو یوځاې د واڼا په عام ولس ډزې کړیدي.

د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل چې اوس پوهه شو چې پي ټي ایم ته د پاکستان ضد ولې ویل کیږي. ځکه چې پي ټي ایم د طالبانو ضد دی او طالبان د پاکستان ستراتیجک اثاثه ده.

په اسلام اباد کې میشت د بشري حقونو فعال او د پي ټي ایم ملاتړې عمران خان په خپل ټویټر لیکي

"نن د پي ټي ایم په ملاتړو ښه طالبانو لدی کبله حمله وکړه چې هغوي دا شعار ورکوي چې پوځ د ترهگرۍ ملاتړ کوي. د دې په ځواب کې به اوس دغه شعار په ټول پاکستان کې دغه شعار ولگول شي "

د پښتون تحریک یو غړي او رهبر گلمرجان هم د واڼا د حملې په اړه ولیکل. هغه وایي

"د واڼا وروستۍ پېښې د طالبانو او پوځ اتحاد بو ځلې بیا په ډاگه کړ. زه د ټولو ملگرو غوښتنه کوم چې سوله ایز وسي."

د ټویټر یو بل کارونکی ابرار خان لیکي

د پېښور د صدر په سیمې کې د واڼا د پیښې ضد مظاهرهچیانو په لوحو لیکلې و چې سرکاري طالبان نه مني.

د پاکستان د پوځ سختت غبرگون

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور یوې خبرې غونډې ته د پښتون ژغورنې د تحریک د مشر منظور پښتین د تورونو په غبرگون کې ویلي دي چې دغه تحریک د "یو چا په لمسونې" کار کوي.

هغه وویل" مونږ خبر یو چې منظور محسود، منظور پښتین څنگه شو، د هغه ټوپۍ د کومه راغله. "

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د تیرو څلورو میاشتو په مودې کې په ټویټر پنځه زره نوې اکاونټونه په افغانستان کې جوړ شویدي چې د پاکستان په ضد ټویټونه کوي. هغه خبردارې ورکړ چې د پوځ ضد خو به وزغمي خو د پاکستان ضد پروپیگنډ نه زغمي.

اصف غفور دا هم وویل چې د تحریک د مشرانو منظور پښتین او محسن داوړ سره یې ملاقات شوېدی او محسن ورته بیا دا هم ولیکل چې هغه د ملاقات نه خوشحاله دی.

د اصف غفور دغه تورونه ته محسن داوړ په خپل ټویټر سمدستي ځواب ورکړ. ښاغلی داوړ ولیکل،

"دا هغه ټویټ دی چې باجوه په خپلې خبرې غونډه کې یاد کړ. مونږ په چا د دې لپاره نیوکې نه کوو چې هدف یو یواځې نیوکې کول دي. کله چې څه مثبت کار وشي نو مونږ یې منو. مونږ د وطن کارټ د ختمولو د پریکړې هرکلې کړی و خو د نورو غوښتنو د منلو یو هم ویلي و"

د پښتون ژغورنې تحریک د تیرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې احتجاجونو ته دوام ورکړیدی. د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د تحریک سره د خبرو لپاره یوه جرگه هم ټاکلې ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG