د لاس رسي وړ اتصالات

په علي وزیر برید او د منظور پښتین خبرداری


منظور پښتین د پاکستان ادارو ته خبردارې ورکړېدی چې هغوي که هر ډول ظلم هم وکړي، د ناکامۍ سره به مخ کیږي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د وزیرستان په سیمې کې طالبانو د پښتون ژغورنې د تحریک په یو مخکښ مشر علي وزیر او په عام ولس ډزې کړیدي چې تراوسه پورې پکې په لسگونو کسان زخمیان دي. د زخمیانو دقیق شمیر لا تروسه ندی معلوم خو منطور پښتین په خپله وینا کې ادعا کړې چې تروسه لس تنه وژل شوې او دیرش رخمیان دي.

ځایي سرچینو د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي چې طالبانو په واڼا کې نن د یکشنبې په ورځ د پښتون تحریک په مشر علي وزیر ډزې وکړې، دغه برید نیم ساعت دوام وکړ خو علي وزیر ترینه روغ وتلی دی. په دغه برید کې شاوخوا لس تنه زخمیان شویدي او ځایي روغتون ته انتقال شویدي.

د دغې پیښې نه وروسته منظور پښتین په خپل فیس بک په یوې لایو وینا کې د پاکستان ادارو ته خبردارې ورکړ چې "مونږ پوهه یو چې طالبان څوک دي، تاسو چې څه هم کوئ، ماتې به خورئ، شکست به ستاسو مقدر وي."

منظور وویل د پاکستان ټولې ادارې په ترهگرۍ کې ککړې دي، هغه وویل "د دوي لاسونه د پښتونو په وینو ککړ دي. پي ټي ایم د امن لپاره تحریک شروع کړیدی چې د پاکستان اساسي قانون یې اجازه ورکوي. خو دوي ترهگر ترهگر کوي. د پاکستان ادارو خپل ظلم ته دوام ورکړیدی."

هغه وویل چې نن په واڼا کې د خلکو په مخکې پوځیان د طالبانو شاته ولاړ و او په خلکو یې ډزې وکړی.

"د پاکستان د ټولو لویه اداره پوځ، دوهمه لویه اداره طالبان او بیا آی ایس آی او رینجرز دغه کارونه کوي. چې پښتنو د سولې لپاره مبارزه پیل کړه نو دوي ورته بیا دا چل شروع کړ."

منظور پښتین د نړۍ د ټولو پښتنو نه یو ځلې بیا غوښتنه وکړه چې د وروستیو پیښو په ضد دې احتجاج وکړي.

له بلې خوا د پاکستان جیو ټلویژون رپورټ ورکړیدی چې په پیښور کې د نامعلونو کسانو په ډزو کې دوه تنه وژل شویدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG