د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: فرعون هم د پښتنو په کور بی اجازې نشې ننوتی


پښتون تحفظ تحریک د وزیرستان د خېسور د یو ماشوم د فریاد په ځواب کې احتجاج کړیدی او پوځ ته یې خبرداری ورکړی چې د پښتنو د کورونو تقدس ته دې سپکاوې نه کوي

د پي ټي ایم مشرانو د خېسور په پیښه سخت احتجاج کړیدی او ویلي یې دي چې هیج چا ته به دا اجازه ورنکړي چې د پښتنو د کور او ستر سپکاوې وکړي.

منظور پښتین د خېسور غونډې ته په وینا کې وویل "فرعون هم د اجازې ته پرته د یو پښتون کور ته نشي ننوتی"

د شنبې په ورځ په ټویټر د خېسور د یو ماشوم چې خپل نوم حیات خان ښایي، یوه ویډیو وایرل شوه چې پکې دغه ماشوم د پاکستان په پوځ تور لگوي چې پلار او ورور یې ورله نیولي دي او اوس یې کور ته راځي.

د دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو د خپریدو نه وروسته د پي ټي ایم مشرتابه په دغه هکله خپله ناخوښي څرگنده کړه او د دغې ماشوم د ملاتړ لپاره یې په خېسور کې د لاریون او احتجاج پریکړه وکړه.

د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین د وزیرستان ته د سفر د پریکړې د ملاتړ په هدف په سلگونو کسانو د یکشنبې په ورځ په دغه احتجاج کې گډون وکړ.

محسن داوړ چې د نقیب محسود د تلین په مناسبت په کراچۍ کې یې په احتجاج کې گډون کاوه، ځان یې وزیرستان ته ورساوه. محسن داوړ په لنډ وخت کې د زیاتو خلکو په راغونډیدو یو ټویټ کې ولیکل:

"د شمالي وزیرستان د خېسور په سیمې کې په زرگونو کسانو په ډیر لنډ وخت کې په احتجاج کې گډون وکړ"

پرون یعني د جنورۍ په ٢٠ د پي ټي ایم په مشرۍ یو بل لویه احتجاجي غونډه د کراچۍ په سهراب گوټ کې ترسره شوه.

د پي ټي ایم دغې غونډې ته د وزیرستان نه د پارلمان غړي علي وزیر په خپلې وینا کې وویل چې "نور به د خېسور ډول پیښې و نه زغمي."

د یادونې وړ ده چې د خېسور د ویډیو او د پي ټي ایم خبرداریو ته د پاکستان پوځ او یا حکومت کوم ډول ځواب ندی ورکړی.

XS
SM
MD
LG