احمد فهیم عظیمي د طالبانو په زندان کې د ۱۱ میاشتو بند تیرولو وروسته خوشې شوی

د طالبانواستخباراتو کارکوونکو احمد فهیم عظیمي د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبرپه ۱۷ د کابل ښارد څلورمې کارتې په سیمه کې د خپل کار په د دفتر کې نیولی وو او د هغې نیټې راهیسې تراوسه ددغې ډلې په زندان کې بندي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲۶( تلې پنځم) ویلي چې د نجونو د زده کړو فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو په زندان کې د ۱۱ میاشتو بند تیرولو څخه وروسته خوشې شوی دی.

دغه سازمان د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي چې په کار نه وو چې احمد فهیم عظیمي هیڅکله هم افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حق څخه د ملاتړ په خاطر نیول شوی او په بند کې اچول شوی وی.

د طالبانواستخباراتو کارکوونکو احمد فهیم عظیمي د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبرپه ۱۷ د کابل ښارد څلورمې کارتې په سیمه کې د خپل کار په د دفتر کې نیولی وو او د هغې نیټې راهیسې تراوسه ددغې ډلې په زندان کې بندي وو.

د نجونو د حقونو دغه فعال د " ښه فکر زده کړو" په نوم یو سازمان سره کار کاوه.

د بخښنې نړیوال سازمان د ټولو هغو کسانو څخه چې د نجونو د زده کړو د حقونو ددغه فعال د خوشې کیدو لپاره یې هڅې کړي مننه کړې ده. پخپله د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له زندان څخه د احمد فهیم عظیمي د خوشې کیدو لپاره څو ځلې کمپاینونه ترسره کړي دي.

دغه سازمان د سپټمبر روانې میاشتې په ۲۱ ( وږي ۳۰) هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو په زندان کې د احمد فهیم عظیمي په روغتیايي وضعیت اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو چې هغه په زندان کې د روحي ستونزو څخه کړیږي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې احمد فهیم عظیمي د خپل یو بل همکارپه ملتیا " د طالبانو له خوا په درواغو له افغانستان څخه د نجونو د رباتیک ملي ټیم د غړو د ایستلو په ملاتړ او د اعتراضونو لپاره د معترضو ښځو د اعتراضونو په ترتیبولو" تورن شوی وو.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانو د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د ښځینه بشري حقونو د ملاتړو په ګډون د مدني ټولنې د افغان فعالانو په خپلسر نیولو باندې تورن کړی دی او ویلي دي چې طالبانو په تیرو څه باندط دریو کلنو کې د ښځینه فعالانو په ګډون په سلګونو مدني فعالان نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د روداري په نوم د بشري حقونو د څار بنسټ په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ ورځې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې تر ۳۰ ورځې پورې په دغه هیواد کې طالبانو پنځه سوه ۳۱ تنه مدني فعالان، بشري حقونو مدافعان او خبریالان په خپلسر نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د روداري بنسټ شمیرنې ښيي چې په دغه موده کې په افغانستان کې ۸۶ معترضې ښځې هم نیول شوي چې ددې ډلې ۸ تنه یې وژل شوي دي. همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې ۱۴۴ کسان د طالبانو د مخالفانو سره د اړیکو په تړاو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو د سرغړونو نهه زره ۲۷۶ ډول ډول پیښې یې ثبت کړي دي.

رواداري ویلي چې په دغه موده کې یې په خپلسر او غیر قانوني نیونو درې زره او ۲۱۲ قضیې ثبت کړي دي. همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې یې د جبري ترې تم کیدو ۹۰ او د ۳۴ شکنجو پیښې چې د قربانیانو د مړینې سبب شوي هم ثبت کړي دي.

دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې د ژوند د حق پر وړاندې د سرغړونو څلور زره او ۷۳۶ پیښې او د څلورو زرو ۷۳۷ په ظالمانه ډول د سزا د ورکولو پیښې هم ثبت کړي دي.

د روداري بنسټ ویلي چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د پیل څخه د روان کال د جون د میاشتې تر ۳۰ پورې یې د پخواني جمهوري رژیم د کارکوونکو د وژلو او نیولو ۷۱۹ پیښې ثبت کړي چې ددې له ډلې ۲۸۹ تنه وژل شوي او پاتې ۴۳۰ تنه په زندان کې اچول شوي دي.

طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه رد کړي او بې اساسه بللي دي. طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دا ډول راپورونو خپرول د دغې ډلې د حکومت پر وړاندې د پراخه پروپاکند یوه برخه ده.